Asset 1SWN

د زابل اوسېدونکي د سون‌توکو د لوړو بیو په اړه شکایت کوي

زابل

زابل د هېواد په سوېل کې د سړو ولایتونو له ډلې یو دی چې اوسېدونکي یې په ژمي کې د کورونو تودولو لپاره ډېر سون‌توکي کاروي، خو سږ کال د ژمي په را رسېدو سره په دغه ولایت کې یو من لرګي له ۶۵ تر ۷۰ افغانیو پورې رسېدلي دي. د زابل اوسېدونکي وایي، د لرګیو بیه ورځ تر بلې په لوړېدو ده او د سړې هوا له کبله یوه کوچنۍ کورنۍ هره ورځ کابو دوه‌منه لرګیو ته اړتیا لري. د زابل اوسېدونکي محمدخان او رحیم‌الله وايي:

«دلته د بوټو پېرلو لپاره راغلی یم. بوټي ډېر ګران دي، یو من یې له ۶۵ څخه تر ۷۰ افغانیو پورې دي. هوا ډېره سړه ده، یو او دوه منه خو د یوه کوچني کور هم نه بس کېږي. ورځ تر بلې د بوټو بیه لوړېږي.» «د بوټو پېرلو لپاره راغلی یم، بوټي وړم، خو ډېر ګران دي. وسه مو نه ورته رسېږي، بس پنځه او لس منه وړو؛ ځکه بیه یې لوړه ده او هوا هم سړه ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د زابل په مرکز کلات ښار کې د سوخت لرګیو پلورونکي د لرګیو د لوړې بیې لامل د لرګیو کمښت او د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د ژمنیو اورښتونو له کبله د لارو تړل کېدل بولي. په زابل کې د سوخت لرګیو پلورونکي عصمت‌الله او محمدنبي زیاتوي:

«زه د لرګیو ټال لرم، بوټي ګران شوي دي. دلیل یې دا دی چې بوټي له صحرا څخه راځي او په صحرا کې چي واورې وشي، لارې تړل کېږي. د پخوا او اوس ترمنځ د یو من لرګیو بیه کې له لسو څخه تر پنځلس افغانیو پورې توپیر راغلی دی.»

«بوټي ګران شوي، موږ يې له اویا څخه ان تر پنځه اویا پورې پلورو؛ ځکه له لویه سره ګران دي. اوس د ځینو ولسوالیواوسېدونکي هم له بازار څخه بوټي وړي، لکه د میزانې او ارغنداب ولسوالیو اوسېدونکي هلته هم پوټي نشته.»

بله‌خوا د زابل مسوولان وايي، د ژمي په موسم کي د سون‌توکو بیې د نورو وختونو په پرتله لوړېږي. د دوی په خبره، د خلکو غوښتنه ډېرېږي او په وینا یې، د بیو د کنټرول په موخه یې هڅې پیل کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د کلات ښاروالي مرستیال ضیاالحق زاهد بیا وايي، هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې له عادي بازار څخه په لوړه بیه د سوخت لرګي وپلوري .هغه ټینګار کوي چې په کلات‌ ښار کې به خپلې ټولې نرخنامې پلې کړي.

په زابل کې د سوخت لرګيو له لوړو بیو څخه داسې مهال شکایتونه کېږي چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د سون‌توکو او لرګیو تر څنګ، د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لوړېږي او خلک پر مسوولانو نیوکه کوي چې په کنټرول کې یې پاتې راځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام