Asset 1SWN

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: ۶۳۸۹۵۴ یتمان، کونډې او معلولین راسره ثبت دي

قققققققق

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت سره په ټولییزه توګه ۶۳۸۹۵۴ یتمان، کونډې او معلولیت لرونکي کسان ثبت دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۲مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د یاد وزارت کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، له ثبت شویو کسانو څخه یې ۱۴۹۶۷۲ نارینه او ۳۰۷۷۷ یې ښځینه معلولانې او همداراز ۳۷۱۴۲۰ یتیمان او ۸۷۰۸۷ یې بیا کونډې دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني وویل: «تراوسه د ا.ا ۱۵۰زره کونډې او یتیمان، د مخکیني حکومت د ځواکونو ۱۲۰زره کونډې او یتیمان او د ملکیانو ۱۸۶زره کونډې او یتیمان دې وزارت سره ثبت دي. څه باندې ۱۴۹زره نارینه‌ او نږدې ۳۱زره ښځینه معلولانې ثبت دي.»

نوموړي په دغه پروګرام کې زیاته کړه چې په اتلس ولایتونو کې د برښنايي سېسټم پراخه کړی او ۷۸زره کسان یې له دې لارې بایومټریک کړي دي.

بل‌خوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري رییس کلیم‌الله افغان وویل چې تېر کال دغه وزارت ته ۱۳،۵ میلیارډ افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه چې ۷۵سلنه یې مصرف کړې.

هغه وویل: «تېرکال دغه وزارت ته د اړتیا له مخې ۱۳ میلیارډ افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه چې له ډلې یې نهه میلیارډ د وزارت له لوري لګول شوې او څلور میلیارډ یې د مالیې وزارت له لوري تنقیص شوې ده.»

د نوموړي په وینا، سږکال هم دغه وزارت ته ۱۲ میلیارډ افغانۍ بودیجه ځانګړې شو چې تراوسه یې پنځه میلیارډ مصرف شوې ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هر یتیم او کونډې ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې او همداراز د شهیدانو او معلولینو د کورنۍ غړیو ته هم د دوی د کورنۍ د غړیو شمېر په اندازه له ۲۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یاد وزارت مسوولانو همداراز وویل چې څه باندې ۱۵۰زره کسانو سره یې نغدي او غیرنغدي مرستې کړي، خو یو‌شمېر معلولان او د شهیدانو کورنۍ دوی ته د معاشونو نه ورکړې له امله شکایت کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام