Asset 1SWN

معلولان: معاش مو نه‌دی راکړل شوی؛ معلولینو وزارت: نوبت ته په تمه شئ

disibality

په هېواد کې د جګړو او د ماینونو چاودنو له امله یو‌شمېر معلولان او د قربانیانو د کورنیو غړي وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه  کړي او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د کابل د پغمان ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالله چې خپلې دوه پېښې دې ولسوالي کې د یوه ماین چاودنې له امله له لاسه ورکړي، سلام‌وطندار ته وویل چې د خپلو حقوقو نه ترلاسه کولو له امله ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «کور کې ۱۲ کسان یوو او ډېرو ستونزو سره مخ یوو، که د شپې ډوډۍ وي، د سهار  نه وي، مرسته هم څوک راسره نه کوي د کار کولو توان هم نه لرم، ژوند مو ډېر سخت تېرېږي.»

روح‌الله چې شاوخوا ۳۰کاله وړاندې یې خپله ښۍ پښه له لاسه ورکړې، وايي، سربېره پر دې چې بایومټریک شوې، خو تراوسه یې خپل حقوق نه دي ورکړل شوي.

د نوموړي په وینا، د دولس کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او  ژوند یې پرې  بار دی. نوموړي وویل: «دوه درې ځلې مې مراجعه وکړه، خو پایله یې ورنه‌کړه، چاره نشته. ژوند تریخ دی او د کار کولو توان هم نه‌لرم.»

بل‌خوا د یو‌شمېر قربانیانو د کورنۍ غړي وايي چې د حکومت له لوري د دوی د حقوق نه ورکړه له امله یې ژوند له کړاونو سره مخ دی.

وحیده چې د څلور اولادونو مور ده او خاوند یې چې سرتېری و ۱۳ کاله مخکې له لاسه ورکړی، وايي، درې کاله کېږي چې حقوق یې نه دي ورکړل شوي.

هغې زیاته کړه چې ټول ژمی یې د حقوق ترلاسه کولو پسې ګرځېدې، خو په وینا یې، تراوسه معلومه نه ده چې حقوق به یې ورکړي او که نه. «خپله مې کار کاوه او اوس مې هغه هم له لاسه ورکړ، درې کاله کېږي چې ژمي کې مې کارو پسې وګرځېدم فورمې مې ډکې کړې، خو اوس معلومات نشته چې رابه یې کړي یا نه؟ ډېرو ستونزو کې یم.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خموش سلام‌وطندار ته وویل چې معلولانو او د شهیدانو کورنیو غړیو ته د ۱۴۰۲ کال د معاشونو وېش بهیر پیل شي، خو په وینا یې، دا بهیر ځنډنی دی.

هغه وویل: «هره ورځ د معلولینو او شهیدانو کورنیو غړیو ته معاش ورکړل کېږي، خو نشو کولای چې د ټولو معاشونه یو وار ورکړو او هر کس باید خپل نوبت ته په تمه شي، راکړل شوې بودیجې ته په پام هڅه کوو چې د ټولو معاشونه ورکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شمېرو له مخې، له ټول افغانستان څخه دغه وزارت سره ۱۹۶زره کسان ثبت او راجستر دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام