Asset 1SWN

پکتیا کې معلولان: حکومت دې زموږ حقوق پر وخت راکړي

IMG_9334

پکتیا کې یوشمېر معلولان نیوکه کوي چې مالي حقوق یې پر خپل وخت نه ورکول کېږي چې  له امله یې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی نن مرکز ګردېز ښار کې یوې غونډې ته ویلي، د تېر حکومت پر مهال ورته ټاکل شوي حقوق چې هر کال به معلولانو ترلاسه کول، اوس په بېلابېلو پلمو ځنډېږي او دوی یې سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یو معلول احمدشاه سلام‌وطندار ته وویل چې د ژمي له  رسېدو مخکې باید معلولانو ته خپل حقوق ورکړل شي، څو د خپلو کورنیو ستونزې پرې حل کړي.

نوموړي وویل: «زموږ معاشونه باید رانه کټ نه کړي او دا خپل حق باید موږ ته راکړي، ځکه دا خو په دې حکومت باندې زموږ حق دی. په هر نظام باندې زموږ دا حق دی چې له معلولینو سره کمک وشي او له نورو موسساتو نه مو غوښتنه دا ده، که زموږ معاشونه اوس کټ شوي هم وي، زموږ سره باید داسې یوه مرسته وشي چې موږ په خپله ځان ته یو کار جوړ کړو او په خپل خودکفا شو.»

دوست محمد بل معلول دی او وایي، د تېر حکومت پر مهال ورته د کال ۶۰زره افغانۍ ورکول کېدې، خو اوس دا پیسې ۱۸زره افغانیو ته راښکته شوي چې هغه هم پر خپل وخت نه‌دي ورکړل شوي.

هغه وویل: «معاشونه چې کوم و په تېر نظام کې شپیته زره زموږ کلنی معاش و، اوس دا رقم اتلس زره ته رسېدلی، یعنې د کال مخکې شپیته زره و اوس اتلس زره دی، هغه هم نه راکول کېږي. دا نظام چې راغلی دا دی یو نیم کال ووت، موږ یوازې یو ځل معاش یعنې هغه ټاکل شوې پیسې یو ځل راکول شوې.»

پکتیا کې معلولانو اسلامي امارت څخه وغوښتل چې دوی ته دې د دایمي کار او د عصري او حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره کړي. بل‌خوا بیا د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، تراوسه یې ۴زره او ۵سوه معلولان ثبت کړي او لا هم د ثبت پروسه روانه ده.

د پکتیا د شهیدانو او معلولانو ریاست د ټولنیزو خدمتونو عمومي مدیر رحیم الله وویل، ورسره ثبت شویو ټولو معلولانو خپل حقوق ترلاسه کړي دي.

هغه وویل: «د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې تقریبا له ۴۰۰۰ تر ۴۵۰۰ پورې معلولین ثبت دي او دا پروسه لا هم روانه ده. نږدې ټولو خپل حقوق تر لاسه کړي. حتا په دې کې د نیماي شمېر کسانو یې د ټول کال حقوق تر لاسه کړي او په دا نورو لګیا یو چې دا باقي پاتې خلکو ته هم دا د پاتې نیمې ربعې یعنې د شپږو پاتو میاشتو حقوق هم حواله کړو.»

د هغه په وینا، هغو کسانو ته چې د ناروغۍ یا د ستنې وهلو له امله معلول شوي، اوس حقوق نه ورکوي چې پکتیا کې له دوی سره د دا ډول معلولانو شمېر تر ۱۱ سوه کسانو پورې رسیږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا د شهیدانو او معلولانو ریاست مسوولان زیاتوي چې د شاوخوا ۷سوه هغو کسانو کتابچې یې هم لغوه کړې چې معلول نه شمېرل کېدل. د پکتیا ځايي چارواکي ډاډ ورکوي چې له موسسو سره یې خبرې روانې دي، ترڅو معلولانو ته د عصري او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام