محمدوزیر د غزني اصلي اوسېدونکی دی او په سترګو ړوند دی. نوموړی سلام‌وطندار ته وايي، د معلولانو سهمیه چې د مخکیني حکومت پرمهال له درېوو څخه تر پنځه سلنې ټاکل شوې وه، د اسلامي امارت حکومت کې له پامه غورځول شوې ده.

محمدوزیر په اوسني سرپرست حکومت نیوکه کوي چې معلولانو ته په دولتي ادارو کې د کار اجازه نشته او په وینا یې، کومې ادارې ته چې مراجعه کوي، د یوه سوالګر په سترګه ورته ګوري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

لطف‌احمد شېرزی هم د غزني اوسېدونکی دی او معلول دی. نوموړی هم د دغه ولایت دولتي ادارو کې له کار کولو د معلولانو محرومېدو څخه شکایت کوي او وايي، ان په شرایطو برابرو معلولانو ته هم د کار اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي وویل: «هغه سهمیه چې معلولانو لپاره په پام کې نیول شوې وه، په دولتي او نادولتي ادارو کې له پام غورځول شوې او د غزني دولتي ادارې پر شرایطو کې برابر معلولانو ته هم کار نه ورکوي.»

په همدې حال کې د غزني د کار او ټولنیزو چارو رییس سید فضل‌الحق هاشمي سلام‌وطندار ته وویل، د معلولانو کلني حقوق او امتیازات له ۶۰ زرو څخه ۳۶ زره افغانیو ته کم شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې د مخکیني نظام دولتي ادارو کې د معلولانو لپاره له درېوو څخه تر پنځه سلنې ونډه ورکړل شوې وه، خو اسلامي امارت د معلولانو لپاره کاري زمینه صفر ته رسولې ده.

د غزني د کار او ټولنیزو چارو رییس زیاتوي چې اسلامي امارت د معلولانو پر وړاندې دوه‌ګونی چلند کوي.

د نوموړي په وینا، اوسنی حکومت د اسلامي امارت په لیکو کې معلولو  او نورو معلولانو ترمنځ دوه ګونی چلن کوي او د مرستو وېش برخه هم معلولانو ته پام نه کوي.

په ورته وخت کې د غزني د شهیدانو او معلولانو ریاست مرستیال سیدمحمد ابو عرفان سلام‌وطندار ته تاییدوي چې دولتي ادارو کې د معلولانو لپاره ونډه په پام کې نه ده نیول شوې او له دولتي او نادولتي ادارو څخه غواړي چې پر شرایطو برابر معلولانو ته کار ورکړي.

د هغه په وینا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې یوه طرزالعمل کار کوي چې پربنسټ یې دولتي ادارو کې د معلولانو سمیه مشخصېږي.

نوموړي وویل: «اوسنیو ادارو کې چې موږ وینو دا شمېر بېخي کمې دي. موږ له نورو ادارو غواړو چې پر شرایطو برابر معلولانو ته د کار زمینه برابره کړي. دوی باید کار وکړي. د شهیدانو او معلولانو وزارت هم پر دې کار روان کړی او دا یې له موخو څخه ده.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د معلولانو په وینا، ګڼ‌شمېر یې د کار کولو توان نه‌لري او د امتیاز کمول او دولتي ادارو کې کار نه‌ورکولو، معلولین تر پخوا زیاتو سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام