کانکور کې پر نجونو محدودیت؛ ګډونوالې: د خوښې پوهنځي د غوراوي حق مو نه درلود

د کانکور ازموینې یوشمېر ګډونوالې شکایت کوي چې سږ کال یې د خپلې خوښې پوهنتون، پوهنځي او څانګې د غوراوي حق نه درلود.
دوی وايي، که څه هم په کانکور ازموینه کې یې ګډون کړی، خو پایلو ته یې خوشحاله نه‌دي؛ ځکه په وینا یې، دوی په‌کې په خلاص لاس غوراوی نه شوای کولای.

ناپېژنده وسله‌والو د فاریاب د اقتصاد رییس وژلی

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د اقتصاد رییس عبدالرحمان منور کور ته پر لاره وژلی دی.
دا پېښه نن ماسپښین د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې شوې ده. د فاریاب د اقتصاد رییس د قیصار ولسوالي د «سپرګلیک» سیمې اوسېدونکی و.

د نړۍ په لسګونه هېوادونو کې د «هزاره‌ګانو د نسل‌‌وژنې» په اړه اعتراضونه شوي

ګڼ‌شمېر افغانانو نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانستان کې د «هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې» په غبرګون کې لارو او کوڅو ته راووتل او د هزاره وګړو د نسل‌وژنې د درېدو غوښتنه یې وکړه.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د تلې پر ۸مه د کابل لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پرمهال لسګونه زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

کابل کې چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل د پنځمې امنیتې حوزې اړوند سیمه کې نننۍ چاودنې درې ملکیان ټپیان کړي دي.

خالد ځدراڼ نن شنبه د تلې ۱۶مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ملکیانو پر یوه کاسټر موټر شوې ده. د کابل د امنیې قومنداني ویاند همداراز لیکلي، چاودنه د سړک ګلدان کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.