د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د اقتصاد رییس عبدالرحمان منور کور ته پر لاره وژلی دی.

دا پېښه نن ماسپښین د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې شوې ده. د فاریاب د اقتصاد رییس د قیصار ولسوالي د «سپرګلیک» سیمې اوسېدونکی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور د رییس په وینا، پېښه د قیصار ولسوالي د «تامچي او جلګلدیک» ترمنځ پر لاره شوې او وسله‌وال د منور له وژلو وروسته تښتېدلي دي.

شمس‌الله محمدي وايي، وسله‌وال بریدګر دوه کسان وو چې په خبره یې، د اسلامي امارت ځواکونه یې څاري.

تراوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام