بامیان ولایت کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې نن مازدیګر څلور بجې د دغه ولایت د مرکز او سیغان ولسوالي ترمنځ په «آقرباط» کنډو کې د اسلامي امارت درې غړیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  

د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې د سیغان ولسوالي د استخباراتو مدیر او د هغه ورور وژل شوي او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې د بامیان مسوولانو امنیتي ځواکونه سیمې ته ورلېږلي او تراوسه د دې پېښې لامل او انګېزه نه‌دي په ډاګه شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینه زیاتوي: «ښايي د سیغان ولسوالي د استخباراتو مدیر او ورور یې د دې ولسوالي د امنیې قوماندان د کسانو له لوري وژل شوي وي؛ ځکه تر دې مخکې د سیغان د امنیې قومانداني مرستیال مولوي اختر منصور د جنسي تېري په تور د دې ولسوالي د استخباراتو مدیر له لوري وژل شوی و.»

تراوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د بامیان د امنیې قومانداني ویاند محمدخواني رسا د سلام‌وطندار خبریال ته دا پېښه نه مني او نه یې ردوي، خو وايي چې په اړه به یې معلومات را ټول کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام