د بادغیس امنیتي مسوولان او محلي سرچینې وايي چې دا پېښه څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په آب‌کمری ولسوالي کې شوې ده.

په آب‌کمري ولسوالي کې سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې وژل شوی کس د اسلامي امارت غړی و او غوښتل یې دویم واده وکړي، خو مېرمنې یې له واده مخکې وژلی دی.

د آب‌کمري ولسوالي امنیه قوماندان اسحاق صدام هم دا پېښه تاییدوي او وايي، د وژل شوي کس مېرمنه یې نیولې ده.

هغه وايي، یادې ښځې په خپل لومړني اعتراف کې ویلي چې غوښتل یې د خاوند له لوري یې د دویم واده په غبرګون کې ځان ووژني او کله یې چې خاوند غوښتل مخه یې ونیسي، په تېروتنې سره یې مرمۍ خاوند ټپي کړ او بیا یې ژوند له لاسه ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم پر ټولنیزو رسنیو یې د غړیو له لوري له یوه نه د ډېرو ودونو په اړه تاوده بحثونه کېږي او د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده یې هم په تړاو خپلو کسانو ته لارښوونه کړې وه چې د ډېرو ودونو له کولو دې ډډه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام