د امریکا د مذهبي ازادۍ کمېسیون: افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی

د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا نړیوال کمېسیون ویلي چې افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی. د دغه کمېسیون په وینا، اسلامي امارت د مذهبي لږکیو پر ازادۍ محدودیتونه لږولي او د هغوی حقونه یې نقض کړي دي.

په تېر یوه کال کې ۸۰سلنه افغان ښځینه خبریالانې وزګاره شوي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون یوه تازه راپور کې ویلي، د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

راپور کې ویل شوي چې په دې وروستي یوه کال کې نږدې ۵۵ سلنه خبریالان هم وزګاره شوي او شاوخوا ۴۰سلنه رسنۍ تړل شوي دي.

جلال‌اباد کې ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او شپږ ټپیان شوي

د تورخم_ جلال‌اباد پر لويه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي، پېښه د بټي‌کوټ ولسوالي اړوند څلورم فارم سيمه کې د دوه «ټېلرو او سوزکۍ» موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د مسوولانو په وینا، یاده ټرافیکي پېښه نن سهار ۹بجې د فاریاب مرکز میمنې ښار او المار ولسوالي پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

بادغیس کې د اسلامي امارت یو غړی خپلې مېرمنې وژلی

د بادغیس امنیتي مسوولان او محلي سرچینې وايي چې دا پېښه څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په آب‌کمری ولسوالي کې شوې ده.
په آب‌کمري ولسوالي کې سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې وژل شوی کس د اسلامي امارت غړی و او غوښتل یې دویم واده وکړي، خو مېرمنې یې له واده مخکې وژلی دی.