د مذهبي ازادۍ په برخه کې د امریکا نړیوال کمېسیون ویلي چې افغانستان د مذهبي لږکیو لپاره خوندي ځای نه دی. د دغه کمېسیون په وینا، اسلامي امارت د مذهبي لږکیو پر ازادۍ محدودیتونه لږولي او د هغوی حقونه یې نقض کړي دي.

یاد کمېسیون له افغانستانه د سیک او هندو لږکیو د وتلو لامل د اسلامي امارت حاکمېدل یاد کړي دي.

یوشمېر دیني عالمان بیا ټینګار کوي چې د اسلام له اړخه د مذهبي لږکیو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نشته او هغوی کولای شي خپل مذهبي مراسم په هېواد کې سر ته ورسوي.

دیني عالم او د پوهنتون استاد نبي‌الله هدایت‌پور سلام‌وطندار ته ویلي چې اسلام مذهبي لږکیو ته د مذهبي ازادۍ حق ورکړی دی.

په همدې حال کې یو بل دیني عالم او د پوهنتون استاد سید محمدجواد محسني وايي، د بامیان له پوهنتون څخه د جعفري فقې او د افغانستان له کالیزې د عاشورا ورځې لرې کېدل، پر شیعه‌‌ګانو د اسلامي امارت د محدودیتونو نښې دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم اسلامي امارت په مذهبي ځایونو کې هېڅ ډول محدودیت نه دی لګولی، خو هغوی ته یې پام هم نه دی کړی. محسني زیاتوي، څو ځله یې اسلامي امارت ته خپل وړاندیزونه سپارلي، خو په خبره یې، تراوسه یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سیکانو او هندوانو پر مذهبي ځای برید وشو او ورپسې یوشمېر سیکان او هندوان هندوستان ته ولاړل او اوس یې ډېر کم شمېر په افغانستان کې پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام