په کابل کې د افغان سېکانو او هندوانو پر عبادت‌ځای د پروني وسله‌وال برید وروسته، هېواد کې یو‌شمېر پاتې افغان سېکان او هندوان وايي چې افغانستان یې نور د اوسېدو ځای نه دی او اړ دي چې هند ته کډوال شي.

د شمېرو له مخې، اوس په افغانستان کې نږدې ۱۷۰ سېکان او هندوان اوسېږي چې له هېواد څخه د وتلو په حال کې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د اهل هنودو او سېکانو استازی او ویاند چرن سینګ خالصه سلام‌وطندار ته وایي، هېواد کې اوسني وضعیت ته په کتو، اړدي چې خپل پلارنی ټاټوبې پرېږدي. د نوموړي په وینا، دوی اوس په خپل هېواد کې د اوسېدو او عبادت لپاره ځای نه‌لري.

چرن سنګ خالصه وویل: «دوی لپاره هر څومره ژر چې کېږي ویزه واخیستل شي دوی انتقال کړو، نور دلته د اوسېدو لپاره څه نه دي پاتې او نه ګټه لري. ټول درمسالونه مو په چاودنو او بریدونو کې ویجاړ شو، د عبادت لپاره ځای نه لرو. د مړو سوځولو لپاره ځای نه لرو، داوسېدو ځای نه لرو، دلته څه وکړو

د ۲۰۱۸ کال د پېښې وروسته دا درېیم برید دی چې د افغان سېکانو او اهل هنودو پر عبادت خونه کېږي.

منجیت سنګ لامبه چې د سیکانو او اهل هنودو د سراسري شورا مرستیال دی وايي، د ننګرهار په چاودنه کې پلار او په پروني برید کې یې د کورنۍ نور غړي له لاسه ورکړل.

په همدې حال کې د سېکانو د عبادت خونو مشر، ګورنام سینګ سلام‌وطندار ته وویل، د تېرې ورځې په برید کې یې ټوله عبادت خونه لهمنځه تللې او تخریب شوې، هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې بیارغونې په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

هغه زیاتوي، تېره ورځ په عبادت ځای کې ټول ۲۲ کسان وو، چې د برید پر مهال په تېښتې بریالي شول، خو یو شمېر یې چې د تېښتې پرمهال سخت ټپیان شوي، روغتیایي وضیعت یې د اندېښنې وړ دی.

د دوی له ډلې ګورنام سینګ سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ د امنیت لپاره دې پولیس راکړل شي. زموږ د عبادت‌ځای دې ژر تر ژره بېرته جوړ شي، نن سهار د عبادت لپاره مو ځای نه درلود ډېر خفه وو

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کابل کې د افغان سېکانو او اهل هنودو پر عبادت‌ځای له برید وروسته هند اعلان وکړ چې ډېر ژر به له سلو ډيرو سېکانو او اهل هنودو ته ویزې ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام