د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د اهل هنودو پر عبادت ځای د وسلهوالو بریدګرو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښته پای ته ورسېد.
باختر په خپله ټویټر پانه کې لیکلي چې دغه برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د باختر په وینا، په دې برید کې یو تن هندو هېوادوال هم وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي. باختر زیاته کړې چې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي امارت یو سرتېری هم وژل شوی دی .
کورنیو چارو وزارت هم د اهل هنودو پر عبادت ځای چاودنه تایید کړه. دغه وزارت ویلي چې نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ ناپېژاندو وسلهوالو د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر عبادت ځای برید کړی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه خبر خبرپانه کې ویلي، وسلهوالو دې عبادت ځای ته له ننوتو مخکې پر ساتونکو لاسي بم غورځولی چې په ترڅ کې یې اور لګېدلی او دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، بريدګرو هڅه کوله چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه وکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې يې موټر وچاودېد اوچاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې ټول بریدګر په عبادت ځای کې دننه محاصره دي او د سیمې د تصفیې لپاره عملیات دوام لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دوو چاودنو له غږ وروسته په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
تراوسه کوم کس یا ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.