کورنیو چارو وزارت د اهل هنودو پر عبادت ځای چاودنه تایید کړه. دغه وزارت ویلي چې نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ ناپېژاندو وسله‌والو د کابلښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر عبادت ځای برید کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه خبره خبرپانه کې ویلي، وسله‌والو دې عبادت ځای ته له ننوتو مخکې پر ساتونکو لاسي بم غورځولی چې په ترڅ کې یې اور لګېدلی او دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغه په ​​وينا، بريدګرو هڅه کوله چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه وکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې يې موټر وچاودېد او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې ټول بریدګر په عبادت ځای کې دننه محاصره دي او د سیمې د تصفیې لپاره عملیات دوام لري.

ځینو سرچینو او د پېښې شاهدان سلام‌وطندار ته وویل چې نن سهار د کابل ښار د کارته پروان په «گردنې باغ بالا» سیمه کې د هندوانو په یوه عبادت ځای کې دوه چاودنې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دوو چاودنو له غږ وروسته په سيمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغو چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام