نن سهار شاوخوا ۶:۳۰ ناپېژاندو وسله‌والو د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر عبادت ځای برید وکړ.

له دې برید وروسته، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په یوه خبرپانه کې وویل چې وسله‌والو عبادت ځای ته له ننوتو مخکې پرساتونکو لاسي بم غورځولی چې په ترڅ کې یې اور لګېدلی او دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د هغه په وينا، بريدګرو هڅه کوله چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه وکړي، خو  دغه موټر موخې ته له رسېدو مخکې وچاودېد.

په همدې حال کې د هېواد د اهل هنودو سراسري شورا استازي چرن سنګ خالصه سلام‌وطندار ته وویل چې ټول بریدګر عبادت ځای ته دننه شول او ځانته یې چاودنه ورکړه. هغه له اسلامي امارت څخه غواړي چې په افغانستان کې د مذهبي لږکیو امنیت تامین کړي، څوورته پېښې بیا تکرار نه شي.

له دغه برید وروسته باختر خبري اژانس په دغه عبادت ځای کې د وسله‌والو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د نښتې د پای خبر ورکړاو په ټویټر کې یې ولیکل چې په کابل کې د اهل هنودو پر عبادت ځای برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

باختر همداراز زیاته کړه چې په دې برید کې یو  تن هندو وګړی هم وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي. باختر په وینا، د تصفیوي عملیاتوپه ترڅ کې د اسلامي امارت یو سرتېری هم وژل شوی دی .

خو د پېښې شاهدان د دغه برید د مرګ ژوبلې شمېر تر اعلان شویو شمېرو زیات یادوي. د پېښې یو تن شاهد مطیع‌الله وایي چې په بریدکې له ۴۰ ډېرو  کسانو ته مرک ژوبله اوښتې.

هغه وایي چې د چاودنې غږ ډېر وحشتناک و او  په ترڅ کې یې د عبادت ځای شاوخوا ټولې ښیښې ماتې شوې. د پېښې بل شاهد جباروایي چې په دغه عبادت ځای کې څلور پرله پسې چاودنې وشوې.

د اهل هنودو پر عبادت ځای برید پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه راوپارول. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا (یوناما) دغه برید په کلکه غندلی او پر ملکي وګړو یې د بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده.

یوناما په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د سیکانو، هزارګانو او صوفیانو په ګډون باید د ټولو لږکیو ساتنه وشي.

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون ویلي چې پر ملکیانو بریدونه باید ودرول شي او د لږکیو ساتنه وشي. هغه د ټولو قومي او مذهبي لږکیو د حقونو پر تامین ټینکاړ کړی. د هغه په وینا، «دا د افغانستان د نننۍ واقعیتونو څخه لرې ده

په همدې حال کې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د اهل هنودو پر عبادت ځای د برید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي چې وضعیت له نږدې څاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه برید یو ترهګریز عمل بللی او  هغه یې غندلی دی. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې پاکستان یو ځل بیا هر ډول ترهګریز بریدونه غندي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاته کړه: «پاکستان په افغانستان کې پر مذهبي ځایونو د ترهګریزو بریدونو د وروستي څپې په اړه سخت اندېښمن دیپه کابل کې د پاکستان سفیر په کندوز کې پر یوه جومات پرونۍ برید ته په اشارې ویلي چې تروریستي کړنې په بشپړه توګه د کرکې وړ دی.

د دې ترڅنګ، د تېر حکومت په مشرانو جرګه کې د اهل هنودو او سېکانو استازې انارکلي هنریار د نننۍ برید په غبرګون ټویټر کې لیکلي: «افغان هندوان او سېکان د دې هېواد اصلي اوسېدونکي دي. یوشمېر هېوادوالو ویلي چې د کابل او نوې ډیلي د نوي اړیکي په خاطرهندوان او سیکان په نښه شوي، زه افغانه یم، موږ کله چې ویزه ونه لرو هند کې د اوسېدو اجازه نه راکوي. خو بیا هم موږ د هند په نومیادېږو او هند پورې تړل کېږو

دغه‌راز، پخواني جمهوررییس حامد کرزي او د پخواني حکومت د ملي مصالحې رییس عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلی.

د یادونې وړ ده چې پرون هم د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالي په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۱۲ کسان ووژل شو او ۳۰ نورټپیان شول. د کابل د نن ورځې او د کندوز د پروني برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام