د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې ده.

لوېډ‌ اسټین پر خپل ټوېټر‌پاڼه لیکلي: «د افغانستان وضعیت تر ډېره یوه نړیوال فشار ته اړتیا لري چې یوه سیاسي هوکړه رامنځ ته شي، څو د افغانستام خلک وکولای شي د خپل خوښې دولت ولري.»

د امریکا دفاع وزیر ویلي چې ټوله نړۍ باید د دغه فشار د دوام لپاره مرسته وکړي، خو نوموړي د نړیوال فشار د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

لوېډ اسټین دغه څرګندونې په داسې حال کې  مطرحه کوي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ ۹۰سلنه بشپړه شوې او د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

په ورته مهال امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ به کوي او خپل ملکي او بشري مرستو ته به په دغه هېواد کې دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنچ شنبې پر ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد به افغان امنیتي ځواکونو ته جنګي الوتکې ورکړي او نورې لوژستیکي مرستې به ورسره وکړي.

وړاندې له دې ویلي شوي چې امریکا له افغانستان سره ۴۵چورلکې او «آې۲۹» ۷ جنګي الوتکې  په اختیار کې ورکړي.



د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د تېرې پنچ شبنې پر ورځ د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال دي. نوموړي همداراز وویل چې افغانستان هوایي ځواک لري، ښه روزل شوي او د امنیت ټينګښت لپاره د پام وړ سرتیري لري.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت ټينګار کړی چې دغه هېواد به افغانستان تر هغو خپل څار لاندې ولري، څو دغه هېواد ډاډمن شي چې له افغانستان څخه امریکا ته د ترهګرۍ کوچنی ګواښ هم نه دی متوجه.

جان کربي ویلي چې د امریکا دفاع وزارت په منځني ختيځ کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د پام وړ ضربتي پوځ په واک کې لري. نوموړي زیاته کړې چې افغانستان سره نږدې د امریکایي ځواکونو حضور د دغه هېواد د پوځ قومندانانو ته دا فرصت په لاس ورکوي چې له بېلابېلو لارو د ترهګرۍ د ځپلو لپاره ګټه واخلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام