د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له ښځو سره د اقتصادي مرستې لپاره د یوې نوې طرحه خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن بېګاه شپه د وږي ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا په موخه یوه نوې طرحه چمتو کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د بلنکېن په وینا، له یادې طرحه موخه په هېواد کې دننه او بهر د افغان ښځو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو ترڅنګ له اقتصادي پلوه د دوی پر ځان بسیاینه ده.

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغه ټویټ په اړه ویلي چې د یادې طرحې پربنسټ، ټاکل شوې چې افغانستان خصوصي برخې د ښځو لپاره د کارموندنې برخه کې همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې «افغانستان کې د ښځو لپاره د امریکا د دې طرحې یوه مهمه برخه د افغان ښځو او نجونو لپاره یو میلیون روزونکې مېرمنې دي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په بشپړه توګه پلې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام