نن په کابل کې د پوهنتون یوه استاد په هېواد کې د روان وضعیت له امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای په داسې حال کې د ښار واټونو ته راووت چې د اعتراض په توګه یې کفن اغوستی وو.

نوموړي او کورنۍ یې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا، له کار او زده‌کړو څخه د مېرمنو او نجونو مخه نیول، د حقونو او مدني ازادیو سلبول او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د نړۍ چوپتیا ته په غبرګون کې یې یاد اعتراض کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د طالبانو په یوه چک‌پوینټ کې د پلټنې پر مهال د پوهنتون یو استاد ته سپکاوی شوی او وهل او ډبول شوی دی.

د پوهنتون استاد واقف نوري سلام‌وطندار ته وایي، د طالبانو امنیتي ځواکونه وروسته له هغې چې پوه شول چې نوموړی د پوهنتون استاد دی، هغه ته یې سپکاوی کړی او وهلی او ډبولی یې دی. د نوري په وینا، د طالبانو له لوري ورڅخه نږدې ۱۰ دقیقې پوښتنې او ګروېګنې وشوې او موټر یې هم وپلټل شو.

هغه زیاته کړه: «ویل یې د پوهنتون استاد دی، د کافرانو استاد دی، ویل یې دوی کافران دي. هماغه ساعت یې ډېر سخت الفاظ وکارول. یو بل یې راغئ، له ګرېوان څخه یې ونیولم، ښکته یې کړم، یوه څپېړه یې هم ووهلم. موټر یې تلاش کړ، داسې چې یو ځای یې هم ترې پاتې نه شو. بیا یې یوه بل غږ وکړ. تر لسو دقیقو ډېر یې ودرولو، خپلو کې یې خبرې وکړې او ویل یې اوس لاړ شه او وروسته به حساب کوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې مخکې د پوهنتون یو‌شمېر استادانو تر ۵۰۰۰ افغانۍ د معاشونو د کموالي طرحې څخه هم خبر ورکړی وو او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

په یوه بله پېښه کې، د کابل پوهنتون د نوي رییس له ټاکل کېدو وروسته، یو‌شمېر استادانو سلام‌وطندار ته ویلي وو، پرېکړه یې کړې چې له خپلو دندو استعفا وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام