یونېسف افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۱.۶۵ میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ملاتړې ادارې (یونېسف) اجرايي مدیرې کاترین راسل ویلي، نړۍ کې ۱۷۳میلیونه کسانو په ځانګړې توګه ۱۱۰ میلیونه ماشومانو سره مرستې لپاره ۱۰.۳ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري. د هغې په وینا، ماشومان بشردوستانه مرستو ته اړمن دي او نړۍ کې د نښتو، کډوالۍ، ناروغیو او خوارځواکۍ په ګډون له جدي ناورینونو سره مخ دي.

د بشرحقونو څار بنسټ م.م ته: د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت باید تمدید نه شي

د بشري‌حقونو څار بنسټ، د جورج ټاون پوهنتون د ښځو او سولې موسسې او ځینو نورو بنسټونو پرون سپینې ماڼۍ ته یوه وړاندیز کې غوښتنه وکړه چې د ا.ا د چارواکو پر سفر د بندیز معافیت لغوه کړي. هغې وویل، د یادې پرېکړې په عملي‌کېدو سره به ا.ا ته وښودل شي چې افغانستان کې یې د ښځو او بشري حقونو پر وړاندې کړنې منفي دي.

پاکستان کې له افغانانو سره ناوړه چلن؛ ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم زندان ته اچولي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم له څه باندې ۲۰۰ نورو افغانانو سره یوځای نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته لاړ شي. په همدې حال کې د شیراني سیمې محلي مسوولانو ویلي چې په نیول شویو ۲۴۱ افغانانو کې ۳۷ یې ښځې، ۲۷ یې ماشومان او ۱۷۷ نارینه شامل دي.