پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم له څه باندې ۲۰۰ نورو افغانانو سره یوځای نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته لاړ شي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې دغه ناوې او زوم له ۲۴۱ نورو افغانانو سره درې ورځې وړاندې وروسته له هغې نیول شوي چې غوښتل یې د بلوچستان له لارې د دغه هېواد پېښور، اسلام‌اباد او نورو سیمو ته سفر وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نیول شوی افغان زوم چې کور یې اوس پاکستان کې دی، پنځه ورځې وړاندې یې ننګرهار کې واده او غوښتل خپلې ناوې د سپین‌بولدک له لارې د پاکستان جنج سیمې ته خپل کور ته بوځي چې د بلوچستان شیراني سیمه کې ملېشه ځواکونو نیولي او زندان ته یې اچولي دي.

د رسنیو د راپورونو پربنسټ، نږدې درې ورځې کېږي چې د ناوې او زوم په‌ ګډون ټول نیول شوي افغانان اوس په زندان کې بندیان دي او په ناوړه وضعیت کې شپې او ورځې سبا کوي.

په همدې حال کې د شیراني سیمې محلي مسوولانو ویلي چې په نیول شویو ۲۴۱ افغانانو کې ۳۷ یې ښځې، ۲۷ یې ماشومان او ۱۷۷ نارینه شامل دي.

د ورکړل شویو راپورونو پربنسټ، یاد کسان د روانې جولای میاشتې په ۲۷ نېټه د پاکستاني ملېشه ځواکونو له لوري په داسې حال کې نیول چې ځینې یې د سفر کولو قانوني اسناد هم لري.

په ورته مهال د بلوچستان په ژوب او شیراني سیمو کې یو‌شمېر کسانو د پاکستاني ملېشه ځواکونو له لوري د افغانانو د نیول‌کېدو په غبرګون کې پرون لاریون کړی او د یادو کسانو د ژر تر ژره خوشې‌کېدو غوښتنه یې کړې ده.

لاریون کوونکو رسنیو ته ویلي چې نیول شوي افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ناروغان په زندان کې ناوړه وضعیت کې دي او ژر تر ژره باید خوشې شي.

په همدې حال کې د بلوچستان محلي چارواکو بیا ویلي چې د پاکستان د قانون له مخې یې دغه کسان نیولي او د محکمې په حکم یې زندان ته اچولي چې د محکمې په حکم به بېرته خوشې او یا هم افغانستان ته استول کېږي.

د افغانستان او پاکستان د مخکینیو حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، ناروغانو کولای شوای چې د سفر له اړینو اسنادو پرته د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.

افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره پر ډیورنډ فرضي کرښه د مسافرو تګ‌‌راتګ پرمهال د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستان کې د تازه نیول شویو افغانانو په اړه تراوسه د اسلامي امارت سرپرست حکومت څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام