له افغان پناه‌غوښتونکو سره د اروپايي هېوادونو توپیري چلن په اړه د بشرحقونو څار بنسټ نیوکه

د بشري حقونو څار بنسټ د افغان پناه‌غوښتنکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو له دوه‌ګوني چلند څخه نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو څار بنسټ اجرايي مشر کینیت رات یوې انلاین غونډې ته ویلي چې د افغانستان او اوکرايين پناه‌غوښتونکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو چلن توپیر کوي.

پاکستان کې له افغانانو سره ناوړه چلن؛ ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم زندان ته اچولي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم له څه باندې ۲۰۰ نورو افغانانو سره یوځای نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته لاړ شي. په همدې حال کې د شیراني سیمې محلي مسوولانو ویلي چې په نیول شویو ۲۴۱ افغانانو کې ۳۷ یې ښځې، ۲۷ یې ماشومان او ۱۷۷ نارینه شامل دي.

غزني کې د رنجر موټر چپه‌کېدو له امله د ا.ا دوه سرتیري مړه شوي

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په روضې کوتل سیمه کې د ا.ا د ځواکونو رنجر موټر چپه شوی چې له امله یې دوه سرتیري مړه او لس ټپیان شوي دي. پرون هم د دغه ولایت په قره باغ ولسوالي کې د اسلامي امارت د ځواکونو اړوند رنجر موټر له یوې سراچه ډوله سره ټکر کړی چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي.