وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې په هلمند کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د کجکي بند دویم  فاز پرانیست، د ایران حکومت د هلمند سیند څخه د خپلې حق‌ابې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

له دې وړاندې هم د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د حق‌ابې غوښتنه کړې وه چې اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم دغه غوښتنه تکرار کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تېرې اوونۍ پنج‌شنبې پر ورځ په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست د حق‌ابې ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې ټیلیفوني اړیکه کې ټينګار کړی، که د ایران د حق‌ابې مسله‌ په جدیت او بېړنۍ توګه حل نه‌شي، د دواړو هېوادونو پر اړیکو به منفي اغېز وکړي.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم ویلي چې د ۱۳۵۱ هوکړې پربنسټ، ایران ته د حق‌ابې ورکړې ته ژمن دی.

د اوبو او انرژي وزارت ویاند اخترمحمد نصرت سلام‌وطندار ته ویلي چې ایران د شوې هوکړې له مخې، ثانیه کې۲۲ متره مکعبه اوبه حق لري، خو افغانستان د ښه نیت له امله دغه هېواد ته ۴ متره مکعبه نورې اضافه اوبه هم ورکوي او ورته ژمن دی.

د نوموړي په وینا، که وچکالي وي، په هماغه اندازه د اوبو کچه هم راکمېږي.

د اوبو او انرژي وزارت ټينګار کړی چې په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند حق‌ابې پر سر شوې هوکړه کې د وچکالیو پرمهال د اوبو د ورکړې څرنګوالی هم یاد شوی دی.

د راپورونو پربنسټ، سږکال افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی او د کارپوهانو په وینا، روان کال کې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره باید هېواد کې اوبه په سمه توګه مدیریت شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه طار فرهادي وايي: «افغانستان اوس د وچکالۍ او د اوبو مدیریت ناورین دی، ایران ته د ډېرو اوبو د ورکړې امکان نشته. د ایران د بهرنیو  چارو وزیر تندې څرګندونې د دوی خپله موضوع ده. خو افغانستان ډېرې اوبه نه لري، اوبه باید مدیریت شي، ځکه موږ ورته اړتیا لرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان او ایران پلاویو د حق‌ابې په اړه خبرې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام