د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال هېواد کې د روانې وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړ.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور یادې خبري ناستې ته وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره کابل کې هم د اوبو کچه ټيټېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، داسې حال کې چې پلازمېنه کابل د اوبو د کمښت له بحران سره مخ ده، خو د کابل اوسېدونکي بیا هم ډېرې او بې‌ځایه اوبه مصرفوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د کابل اوسېدونکو له‌خوا په لوړه کچه د اوبو مصرف ناوړه پایلو څخه خبرداری ورکوي او وايي، که د اوبو مصرف ته پام ونه شي، ښايي کابل د څښاک لپاره اوبه ونه‌لري.

کابل کې د اوبو کمښت څخه اندېښنې داسې مهال وړاندې کېږي چې د اوبو او انرژۍ وزارت پنجشېر څخه کابل ته د اوبو لېږدولو لپاره د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوې پروژې له جوړولو خبر ورکوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وویل، پنجشېر څخه کابل ته د اوبو لېږد پروژې په بشپړېدو سره به، کابل ښاریانو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو د څرګندونو پربنسټ، وچکالۍ او د اوبو کمېدو بحران ۸۰ سلنه هېوادوال زیانمن کړي چې دغه کار د کرنې برخې ته هم زیان رسولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام