په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو له زیاتېدو وروسته د خلکو په پراخو شکایتونو پسې، ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت ټینګولو دنده څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې. صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امنیتي بنسټونو پياوړي کول یې د کارونو په لومړیتوب کې دي او د خپلې دندې پر مهال به پر جنایت کارانو هېڅ ډول رحم ونه کړي.

نوموړي زياته کړې د امنیت ټینګښت او د جنایت کارانو پر وړاندې د قانون د پلي کولو لپاره قاطعانه درېږي او مصلحت نه کوي.

خو د چارو کارپوهان وايي، د ارګ دغه پرېکړه تبلیغاتي بڼه لري، تر ډېره ناسم عمل دی او د امنیتي بنسټونو د کمزوري کېدو سبب کېږي.

د نظامي چارو کارپوه جاوېد کوهستاني وايي، دغه پرېکړه د امنیت د ټینګښت لپاره نه بلکې د رسنیزو تبلیغاتو لپاره شوې ده.

د چارو بل کارپوه اسدالله ندیم هم له سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د ولسمشر دغه امر د امنیتي ادارو په چارو کې لاسوهنه ده او څرګندوي چې ارګ پر خپلو امنیتي ادارو بې باوره شوی دی.

ندیم دغه راز زیاتوي، په هغه حال کې چې د صالح موجوديت په کابل کې د جرم او جنایت کمېدو لامل شي، دغه عمل ثابتوي چې نوموړی د جرمي شبکو خاوند دی او له دغو شبکو د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخلي.

له بلې خوا، د پلازمېنې اوسېدونکي د ولسمشر لومړي مرستیال ته د کابل د امنیت سپارلو په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، تر هغې چې حکومت د جنايي جرمونو کمولو لپاره سمه تګلاره په پام کې ونه نیسي، دغه ډول پرېکړې د خلکو د ستونزو غوټې نه‌شي خلاصولی.

خو یو شمېر نور کابل ښاریان بیا اوسنیو شرایطو ته په کتو د دغې پرېکړې هرکلی کوي.

په کابل کې د امنیتي وضعیت خرابېدو، د ټولنیزو شبکو کاروونکي هم اړ کړي چې «کابل امن نه دی» په نوم یو هشتګ خپور او د امنیتي بنسټونو د کړنو په اړه خپله نارضایتي ښکاره کړي.

د ښاریانو نیوکې د دې لامل شوې چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په مجرمینو د ډزو کولو امر صادر کړي.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیې قوماندانۍ له ټولو اقدامونو سره سره اوس هم په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو کچه لوړه ده او د کابل په بېلابېلو سیمو کې ښاریان د غلو له لوري لوټ او وژل کېږي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام