Asset 1SWN

د پامپیو څرګندونو ته د ارګ غبرګون؛ «طالبان د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې جنګېږي»

Menapal-p0t9ivujju4yvni7nfj8zliwx9eepzktzuu4zmhztg

 

ارګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي وو، تېر یوه کال کې افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی وايي، طالبان اوس د افغان حکومت او خلکو پر وړاندې جنګېږي چې دغه جګړه کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله هم ډېره لوړه ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال د یک‌شنبې په ورځ یوه غږیز پیغام کې ویلي، د امریکايي ځواکونو مرګ‌ژوبله ځکه صفر شوې چې افغان امنیتي ځواکونه په یوازې توګه جګړه مدیریت او رهبري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو تېر ماښام پر ټوېټر وليکل، تېر یوه کال کې افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.

هغه لیکلي: «افغانستان کې د امریکا ماموریت د القاعدې شبکې او د امریکا پر وړاندې د هر ډول ګواښ له منځه وړل دي او د دغه کار لپاره افغانستان کې د سلګونه زره امریکايي سرتېرو حضور ته اړتیا نشته.»

مایک پامپیو افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې ته پرته له کومې اشارې، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، یو پرمختګ بللی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دغه څرګندونې مطرح کړي چې طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک او دوحه کې له بین‌الافغاني خبرو وروسته، افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې لسګونه ملکیان په ځانګړې توګه، خبریالان، مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي، ماین چادونو، وسله‌والو بریدونو او هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام