د هېواد یوشمېر ولایتونه په وروستیو دوو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهدان وو. په دغو ولایتونو کې ځايي سرچینې وايي چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
فاریاب، بغلان، کندوز، تخار، سمنګان، پکتیا، هرات، بلخ، هلمند، نیمروز او پروان هغه ولایتونه دي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې پهکې د طالبانو بریدونه زیات شوي او یوشمېر ولسوالۍ یې هم لاس ته ورغلې دي. په وروستۍ پېښه کې د کاپيسا تګاب ولسوالي دې ډلې ته په لاس ورغلې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دغو ولایتونو کې امنیتي سرچینې که څه هم د طالب ډلې د بریدونو زیاتوالی مني، خو ټینګار کوي چې د ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات روان دي.
- کابل کې د امریکا سفارت؛ په ۱۲ کلونو کې ۳۸ زره افغان ملکیان وژل شوي
- طالبان د ولسوالیو له نیولو وروسته پوځي او عامه تاسیسات له منځه وړي
- د بغلان پر لویو لارو د طالبانو ولکه او د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، بېګاه او نن د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او طالب وسلهوال د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د هغه په وینا، کومانډویانو او نور ځواکونه په سیمه کې دي، خو ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو د مخنیوي په موخه یې عملیات ورو روان دي.
د ۲۱۷ پامیر قولاردو د لوا قوماندان عباس توکلي هم وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه پر خپلې همغږۍ او د طالبانو پر وړاندې تیاري بوخت دي او ډېر ژر به پیل شي.
د راپورونو پر بنسټ، د شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په یوشمېر ولایتونو کې له سلو ډېرې ولسوالیو د طالبانو لاس ته ورغلي او د ملي دفاع وزارت تر اوسه د ۲۰ هغو د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.