د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل افغان سیال محمداشرف غني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د امریکا پر دوامدارو مرستو ټينګار کړی دی. پرون ورځ ناوخته امریکا ته تللی افغان لوړپوړي پلاوي د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن سره لیدلي، په دغه ناسته کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه به د دغه هېواد ملاتړ دوامداره وي.

په ورته مهال جو بایډن په دې لیدنه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوځې ملاتړ او د مرستو پر دوام ټينګار کړی او د افغانستان د رهبرانو ترمنځ د یووالي د رامنځ ته کېدو ته په اشارې سره ویلي چې دوی باید د خپلې راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې ولسمشر غني له جو بایډن سره تر لیدنې وروسته یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبان او ملاتړ کوونکي یې نه شي کولای په زور او د جګړې له لارې واک ته ورسېږي او افغانان تسلمېدو ته اړ کړي.

ولسمشر غني له طالبانو غوښتنه وکړه چې اوربند ته غاړه کېږدي او د سیاسي بهیر له نوي پړاو سره دې یوځای شي او  زیاته یې کړه، که دوی بله لار غوره کړي، نو له یوه ملت سره به مخامخ شي.

بل‌خوا د چارو شنونکي په دې باور دي چې په دې لیدنه کې د امریکایي چارواکو ټینګار پر مالي ملاتړ وو او په افغانستان کې د جګړې پر پای ته ورسولو او د سولې ټینګښت په اړه ډاډ نه دی ورکړل شوی.

د سیاسي چارو کارپوه رحمت‌الله بېژن‌پور وایي، مالي ملاتړ د جګړې د پای ته رسولو په معنی نه دی او د اوسني حکومت پر ساتنه هم ټينګار نه دی شوی.

هغه وویل: «امریکا یوازې د مالي مرستو ژمنې کوي او وایي چې مونږ مالي مرستې کوو او په هېڅ توګه اجازه نه ورکوو چې افغانستان کې ترهګرۍ بیا وده وکړي، دا خبرې بې اساسه دي، تاسو همدلته وئ چې تروریزم وده وکړه او تاسو ورته وده ورکړه. د امریکا دریځ ګونګ دی او تروسه چې د دې سفر پایلې اعلان شوي، برېښي چې دا لیدنې بې پایلې وې او هیله بښوونکې پایلې یې نه درلودې.»



په ورته وخت کې د چارو شنونکي وایي چې دغه سفر طالبانو او د دوی ملاتړ کوونکو ته په غیرې مستقیمه توګه دا رسوي چې له نظامي لارې د واک لېږد ناشونی دی او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې د نويېمې لسیزې پېښې تکرار شي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه سفر له لاس ته راوړنو ډک بولي او ټينګار کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د همکاریو پردوام او د اړیکو د یوه نوي فصل د پیل د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې شوي دي.

 د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري سلام‌وطندار ته وویل: «د امریکا ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو د افغانستان دولت او خلکو څخه پر دوامداره ملاتړ ټينګار کړی، د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل، سولې پروسې، وچکالۍ او له کورونا ویرووس سره د مبارزې په برخه کې هم د ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.»

 د ولسمشر محمداشرف غني په مشري افغان لوړپوړی پلاوی په داسې حال کې امریکا ته سفر کړی چې په هېواد کې دننه د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې سنګر له پخوا ډېر تود شوی دی. په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یو‌شمېر ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوي چې په کور دننه یې د افغانانو اندېښنې راپارولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام