ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د جوبایډن ټاکل کېدل، د متحده ایالتونو لپاره تاریخي ورځ بللې. جمهور رييس غني جوبایډن ته د مبارکۍ پیغام کې ویلي، افغانستان کې کلونو راهیسې جګړه روانه ده او د امریکا د نوي حکومت له مشرتابه تمه لري چې دې روانو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او دلته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

ولسمشر غني په یوه ټوېټ کې واک ته د جوبایډن په رسېدو سره، د افغانستان او امریکا ترمنځ د نوي فصل د پرانیستو تمه ښودلې.

دې سره ولسمشر غني کابل کې د امریکا شارژدافیر راس وېلسن او افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر سره هم کتلي.

دې ناسته کې دواړو لوریو پر افغان سولې پروسې، د جینیوا کنفرانس پر ژمنو او د امریکا نوي حکومت سره د افغانستان پر اړیکو بحث کړی.

په همدې حال کې امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني هم یوه مرکه کې ویلي، تر کومه چې دوی د ولسمشر جوبایډن د ټاکنیز ټیم له مشرانو سره په اړیکه کې وو، افغانستان به د امریکا د نوي ولسمشر په لومړیتوبونو کې وي.

رويا رحماني هم د امریکا نوي حکومت څخه د افغانستان په اړه د یوې نوې او روښانه پالیسۍ غوښتنه کوي.

داسې پالیسي چې په وینا یې دواړه هېوادونه د یوه خپلواک، په ځان بسیا او داسې افغانستان چې تېرې شل کلنې لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت د امنیت شورا د بشري حقونو او د مېرمنو چارو کمېټې مشرې چې د نوي ولسمشر جوبایډن د یوه ټاکنیز ټیم مشري یې هم کوله، جیملي بېجوا ویلي، امریکا کې د نوي منتخب ولسمشر بهرني سیاست کې به افغانستان کې د سولې هڅې یو مهم ټکی وي.

نوموړې ویلي، جوبایډن به افغانستان کې د سولې هڅو ته بیا کتنه وکړي او پر دې به هم غور وکړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې افغانستان کې څومره امریکایي ځواکونو ته اړتیا ده.

د هغې په وینا، که اړتیا ولیدل شي د پوځیانو شمېر به هم زیات کړي.

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د افغانستان پر وخت تېره ورځ شپه د لوړې مراسم ترسره کړل.

تردې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و چې افغانستان به د جوبایډن د بهرنۍ پالسۍ په لومړیتوبونو کې ځای ونه‌‌لري.

خو وړمه ورځ د امریکا د نوي حکومت بهرنیو چارو وزارت ته نوماند د سنا جرګې غونډې ته ویلي، افغانستان د امریکا لپاره مهم دی او دوی به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې هوکړه او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو په اړه به ارزونه وکړي.

هغه هم د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام