د سولې هوکړې ترڅنګ د ۹۰۰ پاڼو د ضميمې له لاسليکه حکومت خبر نه دی

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري نن په کابل کې «د سولې پېچلې لاره، ننګونې او فرصتونه» سیمینار کې وویل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له شوې هوکړې سربېره دواړو لوريو د ۹۰۰ پاڼو يوه ضمیمه هم لاسلیک کړې ده. د ناصري په وينا، دغه ضمیمه په پټه لاسلیک شوې او ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله يې له متنه خبر نه دي.

د هرات خبريالانو د جمهوري رياست خبري ناسته تحريم کړه

ولسمشر غني نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشري هرات ته لاړ؛ خو هېڅ خبريال ته اجازه نه ده ورکړې شوې چې د ولسمشر سفر تر پوښښ لاندې ونيسي.

له دې سره د هرات محلي ادارې له خبريالانو غوښتي چې د ولسمشر د وياند د مرستيال دواخان مينه‌پال خبري  ناسته کې ګډون وکړي؛ خو خبريالانو په دې ناسته کې ګډون د ځان بې‌حرمتي بللې او د ولسمشر غني سفر يې تحريم کړی دی.

ولسمشر غني له جوبایډن نه غوښتي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړيکو نوی څپرکی پرانيزي

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د جوبایډن ټاکل کېدل، د متحده ایالتونو لپاره تاریخي ورځ بللې. جمهور رييس غني جوبایډن ته د مبارکۍ پیغام کې ویلي، افغانستان کې کلونو راهیسې جګړه روانه ده او د امریکا د نوي حکومت له مشرتابه تمه لري چې دې روانو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ودرېږي او دلته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۶۶ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۱۲۸ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۴ ولايتونو کې ثبت شوې دي.