د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۶۶ شکمنو کسانو نمونې کتلي.
د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۱۲۸ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۴ ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۳۴ زره او ۴۵۳ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.
له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۴۸۳ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۷۰ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.
همداراز له پيله تراوسه ۴۶ زره ۸۸۷ کسان بېرته روغ شوي دي.
په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۷ میلیونه او ۳۱۷ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۸۳ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۹ ميليونه او ۸۶۷ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.
امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه پهکې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا له پيله تراوسه پهکې له ۴۱۵ زرو نه ډېر يې مړه شوي دي.