Asset 1SWN

د سولې هوکړې ترڅنګ د ۹۰۰ پاڼو د ضميمې له لاسليکه حکومت خبر نه دی

Agrement-1-p1oybkhs662ugfmcjmt53m0pvsb0z1ecdpr9ritcp4

 

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري نن په کابل کې «د سولې پېچلې لاره، ننګونې او فرصتونه» سیمینار کې وویل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له شوې هوکړې سربېره دواړو لوريو د ۹۰۰ پاڼو يوه ضمیمه هم لاسلیک کړې ده. د ناصري په وينا، دغه ضمیمه په پټه لاسلیک شوې او ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله يې له متنه خبر نه دي.

نوموړی زياتوي، امريکا د افغانستان د خلکو له حاکمیت څخه په سرغړونې له طالبانو سره یو پټ تړون لاسلیک کړی چې هېوادوال يې له منځپانګې خبر نه دي او دا ښيي چې په افغانستان کې د سولې پروسه د نورو په لاس کې ده.

د افغان سولې د بین‌الافغاني خبرو دويم پړاو د جدي مياشتې په ۲۰مه د قطر په دوحه کې پیل شو او د ملي پخلاینې عالي شورا له طالبانو سره د خبرو اترو د پرمختګ لپاره د لارښود د چمتو کولو خبر ورکړ. خو اوس دغه لارښود له نيوکو سره مخ دی.

د احمدشاه مسعود بنسټ رییس احمدولي مسعود په دې سیمینار کې وویل چې د ملي پخلاینې عالي شورا په داسې حال کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره لارښود چمتو کړی چې افغانان يې له جزياتو خبر نه دي.

د مسعود په وينا، د افغانستان حکومت د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې له پټ تړونه چې څو پاڼيز دی او له اصلي هوکړې سره ضمیمه دی، خبر نه دی.

د «سولې پېچلې لاره، ننګونې او فرصتونه» د سیمینار نور ګډونوال وايي، د سولې بين‌الافغاني خبرې چې په کومې لارې کېږي، د منلو نه دي او يوه بله ډله باید د منځګړي په توګه عمل وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام