Asset 1SWN

د هرات خبريالانو د جمهوري رياست خبري ناسته تحريم کړه

141388381_408570050229789_8173527835913101108_n-1536x1152-1-p1oftddqcc3hlin0i4my4o5oukomuvnghlmgvzbv6c

ولسمشر غني نن د يوه لوړپوړي پلاوي په مشري هرات ته لاړ؛ خو هېڅ خبريال ته اجازه نه ده ورکړې شوې چې د ولسمشر سفر تر پوښښ لاندې ونيسي.

له دې سره د هرات محلي ادارې له خبريالانو غوښتي چې د ولسمشر د وياند د مرستيال دواخان مينه‌پال خبري  ناسته کې ګډون وکړي؛ خو خبريالانو په دې ناسته کې ګډون د ځان بې‌حرمتي بللې او دا ناسته يې تحريم کړې ده.

هرات کې خبريال عبدالله سلجوقي وايي، د ولسمشر غونډې ته هغه کسان ورپرېښودل شوي چې په دولت نيوکه نه کوي او د ولسمشر د خپل ټیم ​​غړي وي.

خبريالان وايي، ټاکل شوې ولسمشر غني له بېلابېلو ډلو سره حتا له ځوانانو سره وګوري؛ خو رسنيو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دا کار د خبریالانو او د رسنیو کار ته بې احترامي ده.

هرات کې د رسنيو ملاتړ بسټونه هم د ولسمشر او د هغه د ټیم له لوري رسنيو ته پر نه درناوي نيوکه کوي او وايي، په داسې حال کې چې حکومت ته ويلي د بیان ازادۍ او د رسنیو د فعالیت ملاتړ کوي خو په عمل کې هېڅ نه کوي.

په ياد ولايت کې د خبريالانو  د خونديتوب کمېټې مسوول همایون نظري وايي، په داسې حال کې چې رسنۍ او مدني فعالان بايد د ولسمشر د اجنډا په سر کې ځای درلودای؛ خو په اجنډا کې هغو کسانو ته ځای ورکړل شوی چې د هراتۍ ټولنې ننګونې او د خلکو ستونزې پټوي.

د نظري په وينا، د ولسمشر د لیدنې پرمهال د رسنیو له پامه غورځول د بیان ازادي تر پښو لاندې کول دي؛ خو د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مینه پال يې په غبرګون کې وايي، جمهور رييس په هېڅ ولايت کې له رسنيو سره خبري ناسته نه ده درلودلې.

مينه‌پال وايي، ولسمشر سره د مېلمنو ليدنه او بلنې د سیمه‌ييزې ادارې کار دی او زياتوي، هڅه کېږي نن شپه  چې د « اتفاق اسلام» ورځپاڼې سلمې کاليزې لپاره نمانځغونډه جوړېږي خبريالانو ته بلنه ورکړل شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام