نن « شنبه، د کب نهمه» یا حوت میاشتې نهمه د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده چې په کابل او يو شمېر ولايتونو کې ونمانځل وشوه. له دغې ورځې د ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکيو په ګډون په دفاع وزارت کې نمانځنه وشوه.

په دغو مراسمو کې چې په ملي دفاع وزارت کې تر سره شول، ولسمشر غني د هېواد ټولو امنیتي ځواکونو ته د سرتېري ورځې مبارکي وویله. ولسمشر غني په دغو مراسمو کې وویل، د امنیتي ځواکونو خوندیتوب، پياوړي کول او سمبالښت د دولت لومړنۍ دنده ده.

د نوموړي په وینا، د هېواد د امنیتي ځواکونو ظرفیت او روحیه په بې‌سارې توګه ښه ده.

ولسمشر زياته کړه: «له ستاسو پرته به دولت نه وي موجودي. ټول باید ډاډ ولرئ چې د امنیتي ځواکونو خوندیتوب، پیاوړي کول او سمبالول زموږ لومړنۍ دنده ده. ستاسو روحیه ساری نه لري، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې نن کوم ظرفیت لري، د وياړ ځای دی.»

د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل چې په دغو مراسمو کې یې خبرې کولې وویل، تېر کال د هېواد ځواکونو لپاره سخت کال و؛ خو بیا هم دغه ځواکونه د امنیت په ټینګښت کې بریالي وو.

د میاخېل په وینا، کورونا ویروس د دفاعي ځواکونو پر جلب او جذب او تمریناتو بد اغېز کړی او همدا راز د طالب بندیانو خوشې کېدو هم د هېواد پر امنیتي وضعیت منفي اغېز کړی دی.

نوموړي وايي: «تېر کال زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره تر ټولو سخت کال و. لومړی د کورونا مسله وه، زموږ په ښوونې او روزنې او جلب او جذب یې اغېز وکړ. دویمه مسله د سولې مسله ده چې سولې لپاره مو هم څو زره طالب زندانیان خوشې کړل او هغوی هم د جګړې ډګر ته ورغلل چې پر امنیت یې مخامخ اغېز وکړ.»

د ولسي جرګې غړيو هم نن د یوې ناستې په ترڅ کې د سرتېري له ملي ورځې نمانځنه وکړه. د يادې جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي، د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست په خپلو چارو کې وړتیا ښودلې ده.

رحماني وويل، سرتېري په دوامداره هڅو سره توانیدلي چې د ملي شورا او غړو امنیت یې خوندي کړي.

نوموړي زياته کړه: «د ملي شورا د امنیتي چارو ریاست ټولو دندو کې له ځانه زړورتیا او شهامت ښودلی. شپه او ورځ یې د ملي شورا او ولسي استازو امنیت لپاره هڅې کړي دي. زه ستاسو د مسوول په توګه، ستاسو له دغو کوښښونو مننه کوم.»

پنځه کاله وړاندې افغان حکومت د کب نهمه د سرتېري ملي ورځې په نوم ونوموله. په دغه ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښیندنو او قربانیو څخه یادونه کېږي. په ورته مهال، افغان سرتېري لا هم په بدو حالتو کې دي او هر کال سلګونه سرتېري له وسله‌والو مخالفانو سره په نښتو کې وژل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام