ولسمشرۍ ماڼۍ د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې، یاد هېوادونه د افغان ځواکونو روزنې، سلا مشورې او تجهیز ته دوام ورکوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، حکومت د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او تجهیز د دوام او دا چې په بیړه له افغانستانه خپل ځواکونه نه وباسي، هرکلی کوي.

هغه وايي، افغان حکومت او ناټو د یوه ګډ ګواښ پر وړاندې مبارزه کوي چې په وینا یې، دغه ګډ ګواښ د القاعده په ګډون، هغه ټولې ترهګرې ډلې دي چې له طالبانو سره ژورې اړیکې لري.

مینه‌پال زیاتوي، طالبانو باید د دوحې له هوکړې وروسته له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړې وای، خو نه یوازې نه دي پرې شوي، بلکې نورې هم ژورې شوې دي.

د ملي روغې جوړې شورا هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان اوسني وضعیت او د سیمه‌ييزو او نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیت له کبله شته ننګونو ته په کتو، کېدای شي د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرواترو پر مېز د بهرنیو ځواکونو وتلو او په هېواد کې تلپاتې او بشپړې سولې ته د رسېدو لپاره لاره هواره شي.

دغې شورا د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې په‌کې د افغان سولې پروسې او د دولت او طالب ډلې ترمنځ د خبرواترو ملاتړ شوی، هېواد کې د روان ناورین د پای ته رسېدو لپاره پر سیاسي حل‌لارې، د تاوتریخوالي کموالي، د خبرو مېز ته پر بېرته ستنېدو او د افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار شوی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې وویل چې تر اوسه یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د را اېستلو څرنګوالي په اړه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې د ناټو متحدان د افغانستان ارزوي او د طالب ډلې هر ډول تاوتریخوالی به وضعیت سرچپه کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین هم د دغه هېواد متحدانو ته ډاډ ورکړی چې متحده ایالات به په بیړه او نامنظم ډول له افغانستانه را ونه وځي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې اسټین پرون د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې له طالب ډلې سره د امریکا په هوکړه کې د شرایطو پر بشپړې ارزونې کار کوي، څو دواړه لوري ورته ژمن وو، که نه. د نوموړي په وینا، ژمن دي چې په دې اړه له خپلو ټولو متحدانو شریکانو سره سلا مشورې وکړي.

اوس د ناټو سازمان له ۹ زرو ډېر پوځیان په افغانستان کې دي چې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او د اړتیا پر مهال په ځینو برخو کې ورسره مرستې هم کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام