په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما د افغان ښځو او نجونو له وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د افغان ښځو او نجونو حقونو او فرصتونو ته یې لاسرسی له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی.

یوناما نن د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې ویناپاڼه کې ټينګار کړی، «افغان ښځې او نجونې چې په مېړانه د پرله‌پسې ناورینونو، جنسیتي ناانډولي او تبعیض سره مخ دي‎» دوی یې ترڅنګ ولاړ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه په دغه هېواد کې د ښځو حقونو ترویج او خوندیتوب ته ژمن دی. د دې سازمان په وینا، د ښځو د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ګډون او فعال حضور پرته هېڅ تلپاتې سوله او یا هم د ټيکاو راتلل ناشونې دي.

یوناما ویلي، افغانستان کې سربېره پر دې چې وچکالۍ او اقتصادي پاشلتیا میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړ کړي، ښځې هم د جګړې له میراث څخه په شدیده توګه اغېزمنې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو‌ملتونو سازمان ځانګړې استازې ډیبورا لاینز ویلي: «هغه څه چې مونږ یې اوس په افغانستان کې وینو، یو ناورین دی. ټول له اوسني ناورین څخه اغېزمن شوي، خو د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه د دوی حقونو او فرصتونو ته یې لاسرسی له ننګونو سره مخ شوی دی.»

د ملګروملتونو ځانګړې استازې تينګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو لپاره په ټولو برخو کې د فرصتونو برابرولو په موخه باید ډېر کارونه وشي.

د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر ټينګار کړی چې په ټولو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ګډون د دغه هېواد راتلونکې لپاره مهمه ده.

په ورته مهال د افغان ښځو د حقونو، خپلواکۍ، کار، په ټولنیز او ښوونیزه برخه کې د ګډون نه ورکړه به د دغه هېواد لوی اقتصادي پرمختګ محدود کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 څه باندې شپږ میاشتې کېږي په چې په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر کډون محدودیت لګول شوی، ښځو دولتي ادارو کې د کار اجازه ترلاسه نه کړه او له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکي هم ښوونځیو ته له تلو راګرځول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام