د نیوزیلنډ د کډوالو چارو وزارت منلې چې د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د هغه د کورنۍ ۱۳غړو ته یې پناه ورکړې ده.

د نیوزیلنډ د کډوالو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د بشرحقونو په اړه د سرور دانش دریځ، د دې لامل شوی چې دوی ورته پناه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، نیوزیلنډ سربېره پر دې چې دافغانستان ښځينه قاضیانو، خبریالان، د بشرحقونو کارکوونکو، د ښځو حقونو ملاتړ کوونکو او دوه جنسه‌وو ته پناه ورکړې، د دغه هېواد یو‌شمېر سیاستوالو له هغې ډلې سرور دانش چې د بشر حقونو څخه یې دفاع کړې، هم پناه ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د تېر میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۱۶مه کله چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ سرور دانش د هېواد له یوشمېر سیاستوالو سره ترکیې هېواد ته وتښتېد.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام