یو‌شمېر بې‌ځایه شوي چې د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له تخار، کندوز، سرپل او نورو ولایتونو څخه کابل ته راغلي وو او د نوي ښار په پارک کې یې شپې او ورځې تېرولې، خپلو ولایتونو ته یې د بېرته ستنېدو چارې پیل شوې دي.

د کابل ولایت د کډوالو چارو ریییس عبدالمتین رحیم‌زي نن شنبې رسنیو ته وویل چې د نوي ښار په پارک کې نږدې ۱۰۰۵ بې‌ځایه شوې کورنۍ مېشتې دي چې خپلو سیمو ته یې د لېږد چارې تېره چهار شنبه د یو‌شمېر مرستندویه بنسټونو په مرسته پیل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل د کډوالو چارو د رییس په وینا، د ۱۰۰۵ بې‌ځایه شویو کورنیو له ډلې ۱۳۴ کورنۍ کندوز، بدخشان او دایکندي کې خپلو کورونو ته لېږدول شوي چې نن هم نږدې ۱۳۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ولېږدول شوې.

یو‌شمېر هغه بې‌ځایه شوي چې په کابل کې له خپل ژوند څخه په تنګ راغلي، وایي چې غواړي خپلو کورونو ته بېرته وګرځي، خو خپل ټول شته یې په جګړه کې له لاسه ورکړي او په خپلو سیمو کې د سرپناه لپاره څه نه لري.

دغه بې‌ځایه شوي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې له دوی سره مرسته وکړي.

په المان کې د رضاکارو مېرمنو خیریه بنسټ مسوول امجد ساپی وایي، د کابل د نوي ښار له پارک څخه د بې‌ځایه شویو د لېږد چارې د دوی پر غاړه دي او د دې ترڅنګ یاد بنسټ هرې بې‌‌ځایه شوې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ هم ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د طالبانو او مخکیني حکومت د جګړو له امله د ۱۴۰۰ کال له پیل څخه تر دا مهاله، ۱۵۸زره او ۳۹۴ کورنۍ له ۱۶ولایتونو څخه کابل ته بې‌ځایه شوي دي چې ګڼ‌شمېر یې بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام