له کابل څخه ولایتونو ته د بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو چارې پیل شوي

یو‌شمېر بې‌ځایه شوي چې د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله له تخار، کندوز، سرپل او نورو ولایتونو څخه کابل ته راغلي وو او د نوي ښار په پارک کې یې شپې او ورځې تېرولې، خپلو ولایتونو ته یې د بېرته لېږو چارې پیل شوي دي.

شنونکي: داعش ډله به اسلامي امارت ته جدي ګواښ وي

د سیاسي چارو شنونکي افغانستان کې د داعش ډله او ورځ تر بلې یې ځواکمنتیا د طالبانو د حکومت لپاره جدي ننګونه بولي. دوی وایي، داعش ډله کېدای شي د اسلامي امارت لپاره یو ستر ګواښ شي او د حکومت لپاره روان وضعیت نور هم بحراني کړي. شنونکي وايي چې د اسلامي امارت وضعیت ته په کتو، ښايي طالبان د داعش ډلې د مدیریت توان ونه لري.

د غور ښوونځیو ته د زده‌کوونکو د ورتګ کچه کمه شوې

د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د سلطان شهاب‌الدین غوري لېسې زده‌کوونکي وايي چې مخکې به یې ټولګي له زده‌کوونکو ډک وو، خو هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د ښوونځیو په بیا پیلېدو سره د زده‌کوونکو حضور کمرنګه شوی دی.
د دې لیسې د اتم ټولګي زده‌کوونکی جاوید وايي، مخکې په ټولګي کې شل کسان وو، خو اوس یې ډېری کلیو، نورو ولایتونو او بهر ته تللي دي.