Asset 1SWN

تخار کې په یو میلیون افغانیو یو تفریحي پارک بیارغول شوی

2

د تخار د تالقان ښاروالي مسوولان وايي چې د ښار په څلورمه ناحیه کې یې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یو تفریحي پارک بیارغولی دی.

د تالقان ښاروالي د ریاست ویاند حیات‌الله سفري سلام‌وطندار ته وايي، دغه پارک د څلورمې ناحیې اړوند د «رسنیو څلور لارې» کې موقعیت لري او د یاد ریاست له‌‌خوا بیارغول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پارک کې څراغونه د اوبو رسونې سېسټم او نورې اسانتیاوې برابرې شوي چې شپه او ورځ د سېلانیانو پر مخ پرانېستی وي.

د تالقان ښار اوسېدونکي هم د یاد پارک له بیارغونې خوښ دي او وايي، له دې وړاندې به یاده سیمه کې خلکو کثافات غورځول چې اوس په یوه ښه چاپېریال بدل شوی دی.

دوی یاد پارک ته له راتلونکو سیلانیانو غواړي چې د پارک چاپېریال پاک ساتنه کې هڅې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د تالقان ښاروالي دغه ښار کې د بیارغونې ګڼې پروژې پلې کړي چې په بشپړېدو سره یې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شوي او د ښار بڼه هم ورسره بدله شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام