تخار کې په یو میلیون افغانیو یو تفریحي پارک بیارغول شوی

د تخار د تالقان ښاروالي مسوولان وايي چې د ښار په څلورمه ناحیه کې یې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یو تفریحي پارک بیارغولی دی.

د تالقان ښاروالي د ریاست ویاند حیات‌الله سفري سلام‌وطندار ته وايي، دغه پارک د څلورمې ناحیې اړوند د «رسنیو څلور لارې» کې موقعیت لري او د یاد ریاست له‌‌خوا بیارغول شوی دی.

د متقي او کابلوف لیدنه؛ دوحې ناسته کې د حکومت د استازي پر شتون ټينګار شوی

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

امیرخان متقي په دې لیدنه کې د ملګروملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو دوحه کې د راتلونکي ناستې او د افغانستان-روسيې ترمنځ په سياسي او اقتصادي مسایلو سربېره پر ځينو سيمه‌ييزو مسايلو هم خبرې کړې دي.

کابل کې د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته کېږي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه سبا پنج‌شنبه، غويي‌۶ کابل کې جوړه شي.

د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد «چهارشنبه، غويي‌۵» سلام‌وطندار ته وايي، دغه غونډه د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په موخه جوړېږي.

ای‌پي‌اېل کې نن ګجرات له ډیلي سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ «ای‌پي‌اېل» سیالیو په ترڅ کې نن د ګجرات ټایټنز لوبډله له ډیلي کپېټلز لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، اپرېل پنځمه د هند د ډیلي «په اروت جېټلې کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د اسیا فوټسال جام؛ افغانستان ۱-۲ تاجکستان

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسیا کپ فوټسال سیالیو په لړ کې نن نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره له تاجکستان سره لوبه وکړه چې له یادې لوبډلې یې ۱-۲ په پایلې له ماتې سره مخ شوه.

یادې لوبې چې ټایلنډ کې روانې دي، افغان لوبډلې نن چهارشنبه، غويي پنځمه د دې کپ په کوارټرفاینل کې له تاجکستان سره لوبه وکړه.

پکتيا کې د نهو ولایتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالي پيل شوې

پکتیا کې د لوبغاړو د یووالي په موخه د نهو ولایتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پیل شوې.

په دغه لوبو کې به د کابل، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتيکا، غزني، لغمان او ميدان‌وردګ ولايتونو لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سیالي وکړي. نوموړي وويل چې يادې لوبې به شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړي او ګټونکي لوبډلې ته به يوه کرولا موټر ورکول کېږي.