Asset 1SWN

د متقي او کابلوف لیدنه؛ دوحې ناسته کې د حکومت د استازي پر شتون ټينګار شوی

GL2Xb_tWEAA-N1F

د بهرنیوچارو وزارت سرپرست د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

امیرخان متقي په دې لیدنه کې د ملګروملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو دوحه کې د راتلونکي ناستې او د افغانستان-روسيې ترمنځ په سياسي او اقتصادي مسایلو سربېره پر ځينو سيمه‌ييزو مسايلو هم خبرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیوچارو وزارت د وياند مرستیال حافظ ضيااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې متقي د یادې لیدنې پرمهال د دوحې غونډه کې د سرپرست حکومت د استازي پر شتون ټينګار کړی او په وینا یې، د دې غونډې د اجنډا تر معلومېدو وروسته به د دوحې په ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل لیکلي: «متقي صاحب زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت د ملګروملتونو سره په خبرو بوخت دی، په دوحه کې د راتلونکې ناستې د اجنډا او ترکیب په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي. د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي پر خپل وار ټینګار وکړ چې هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه په کې اخیستل شوې وي.»

د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، له اوسني سیاسي انزوا څخه د افغانستان د وتلو مسله باید د خبرو له لارې هواره شي. دوی همداراز ټینګار کوي چې سرپرست حکومت باید د افغانستان د کورنیو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

د چاروکارپوه محمدزلي افغانیار پوپل وویل: «د شته کورنیو ستونزو حل د ملت غوښتنه ده او دا چې بهرنیان دې برخه کې نظر ورکوي، موخه یې، د سیاسي ګټو د ستراتیژیکې ژورتیا پلي کول او پر اوسني حکومت فشار راوړل دي.»

د ملګروملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع هم یو له هغو موضوعاتو وو چې متقي او کابلوف ترمنځ پرې خبرې شوي دي. متقي دې لیدنه کې يو ځل بيا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی.

خو د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له تصویب سره- سره دغه سازمان د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو نه‌دی بریالی شوی.

د سیاسي چاروکارپوه ولي فروزان وویل: «ځانګړی استازی هېڅ وخت د افغانستان په درد نه‌دی لګېدلی، بلکې د ځانګړي استازي د کارونو پایله کې ستونزې رامنځته شوي او دویم دا چې افغانستان اوس په‌ جګړه کې نه‌دی او ناورین کې نه‌دی، یوازینۍ ستونزه چې شتون لري، د ښځو حقوق دي چې ښايي دا ځانګړي استازي ته اړتیا ونه‌لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې ده چې سرپرست حکومت تېرکال په قطر کې د دوحې په دویمه غونډه کې د ملګروملتونو له لوري د سرپرست حکومت د مخکیني شرطونو د نه‌منلو له امله ګډون ونه‌کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام