پاکستان چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یې له ا.ا سره پر امنیتي او اقتصادي مسایلو اختلافونه لرلي، اوس یې تازه نوی حکومت جوړ او پر کار یې پیل کړی دی. ا.ا هم تمه لري چې په پاکستان کې له دغه سیاسي بدلون وروسته به دغه هېواد د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له نوي وزیر اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه کېدو او د ستونزو پر حل یې ټینګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي: «متقي له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان برخه کې خپل رغوونکی رول ولوبوي. متقي همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي.»
د چارو یوشمېر کارپوهان هم هیله څرګندوي چې د پاکستان نوی حکومت به د دغه هېواد د تېرو کلونو د کړنلارې خلاف د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ستونزو د حل او د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې وکړي.
د نړیوالو چارو کارپوه محمود اضطرابي وايي: «د پاکستان حکومت د دې لپاره چې خپلو خلکو ته ځواب ووایي، تر اوسه یې هڅه کړې چې پر افغانستان تورونه ولګوي او دغه ناورین نور هم سخت او پېچلی کړي. زه فکر کوم که پاکستان له انساني او ګاونډیتوب له اړخه هڅه وکړي، کولای شي له افغانستان سره ستونزې حل کړي.»
په ورته وخت کې د چارو شنونکی اجمل زرمتی بیا د افغانستان پر وړاندې د پاکستان امنیتي تګلارې او بهرني سیاست ټاکلو کې د هغه هېواد د نظامي برخې رول ته په کتو هیلهمند نهدی چې د پاکستان نوی حکومت دې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي.
له پاکستان سره په اړیکو کې د ستونزو پر حل د ا.ا له ټینګار سره هممهاله د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد ځانګړي استازي اصف دُراني ادعا کړې چې افغانستان اوس له پنځو تر شپږو زرو پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي جنګیالیو ته پناه ورکړې ده. خو د اسلامي امارت مسوولان تل دا ادعا رد کړې ده.