Asset 1SWN

د سره صلیب د اسیا برخې رییس له امیرخان متقي سره لیدلي

Amir-Khan-Muttaqi-and-Mr.-Alexander-Matheou-qn10824p5iiir0q9ezz4m0znke8c9sk44970lt4r60

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې رییس الکسانډر مټیو او ورسره مل پلاوي له امیر‌خان متقي سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، امیرخان متقي په دې لیدنه کې له سره صلیب څخه غوښتي، څو له افغانانو سره هراړخیزې مرستې وکړي او د کورنیو روغتونونو تجهیز ته ځانګړی پام وکړي.

هغه زیاته کړې چې امیرخان متقي په افغانستان کې د سرې میاشتې خدمتونه، همکارۍ او فعالیتونه ستایلي او د سره صلیب پلاوي ته یې هغه سیمې په ګوته کړي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د تکل د معلوماتو له مخې، الکسانډر مټیو په دې لیدنه کې لومړی امیرخان متقي ته د سرې میاشتې ټولنې د فعالیتونو راپور ورکړی او د سرپرست حکومت، په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت له همکارۍ یې مننه کړې ده.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې رییس د خپل په یوه برخه کې ویلي چې تېر کال یې د روغتیا، اوبو رسونې او طبیعي پېښو ته د رسېدو برخو کې پنځه میلیونه افغانانو ته ۲۸ میلیونه سویسي فرانک مرستې رسولې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

امیرخان متقي د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا برخې له رییس څخه غوښتي چې «نړیوالو ته د افغانستان د وضعیت اړوند د سترګو لیدلی حال او رښتینی تصویر ورسوي.»‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام