Asset 1SWN

د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغان سرې میاشتې ته شپاړلس امبولانسونه ورکړل

آمبولانس ۱

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سه‌شنبې په ورځ له افغان سرې میاشتې ټولنې سره د شپاړلسو امبولانسونو مرسته وکړه. د سره ‌صلیب نړیوالې کمېټې مسوولان په افغانستان کې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کوي او وايي، دا کمېټه د طبیعي پېښو پر مهال د خلکو ستونزو د حل لپاره لازمې هڅې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مرستیال ادرین زمیرمن وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د افغان سرې ‌میاشتې ټولنې ته دوه‌ویشت نور امبولانسونه هم ورکړي.

هغه زیاتوي: «زموږ همکارۍ او ګډون دوام لري. موږ هڅه کوو چې د طبیعي پېښو د قربانیانو وضعیت ته د رسېدو برخه کې ځواب‌ویوونکي واوسو. موږ له افغان سرې میاشتې ټولنې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»

په ورته وخت کې د افغان سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، د دغو شپاړلسو امبولانسونو ټولیز ارزښت څه باندې دوه میلیونه افغانۍ دی.

د افغان سرې میاشتې ټولنې رییس مطېع‌الله خالص وايي، یاد امبولانسونه به خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو په موخه لرې پرتو سیمو ته ولېږي.

هغه له نړیوالو بنسټونو غواړي چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په وینا یې: «موږ له ټولو نړیوالو بنسټونو مننه کوو چې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د خلکو اړتیاوې بېخي زیاتې دي؛ له هېوادونو غواړو چې خپلې مرستې زیاتې او دوامداره کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د هېواد د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ډېری ناروغان د امبولانسونو نه‌شتون له کبله روغتونونو ته پر لارې ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام