Asset 1SWN

د افغانستان ماتېدونکي روغتیايي او اقتصادي وضعیت په اړه د سره صلیب خبرداری

خانواده_های-نیازمند-در-غور-فقر-qfot2rinkmyde7pphnm0zauuywmq3u5hz705y4y0lk

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې د لیندۍ په پنځمه، د یکشنبې ورځ د ۲۰۲۳ لومړنیو شپږو میاشتو پر مهال د افغانستان وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی چې په‌کې د افغانانو د ماتېدونکي روغتیايي، اقتصادي او خوړو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی. خوړو او د وچکالۍ له کبله پاکو اوبو ته د افغانانو نه لاسرسی، په نړیوالو مالي سرچینو پورې تړلي روغتیايي سېسټم او د کورنیو لپاره د کار محدود فرصتونه د خلکو پر وړاندې هغه ټکي دي چې په دغه راپور کې پرې تمرکز شوی دی.

یوشمېر افغانان هم د کار نه موجودیت او ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه شکایت کوي. د دایکندي یو اوسېدونکی محمد وايي: «درې کاله کېږي چې وزګاره یم. له ۲۰۰ ډېرو ځایونو ته مې سي‌وي لېږلې، خو بریالی شوی نه یم یا راته فرصت نه‌دی برابر شوی. اقتصاد مې لوستی، کار راته نه‌دی پیدا شوی، اقتصادي وضعیت مې ښه نه‌دی، نه سون‌توکي لرو او نه هم خوراکي توکي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب که څه هم ټینګار کوي چې د صنایعو، سوداګرۍ او کانونو برخو کې کې یې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، خو زیاتوي چې دغه وزارت هېواد کې د روان وضعیت د ښه کنټرول لپاره د نړیوالو سازمانونو مرستې ته اړتیا لري.

هغه وايي: «اوس چې محدودیتونه لګېدلي او اقلیمي بدلون راغلی، له ګاونډیو هېوادونو ډلې ډلې افغان کډوال هم را اېستل کېږي، خلک لا نورو بشري مرستو او هېواد مو د اقتصادي زېربناوو جوړولو ته ډېره اړتیا لري. د بشري مرستو دوام او د پراختیايي پروګرامونو ملاتړ پر افغانستان ښې اقتصادي اغېزې لري.»

د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې په خپل راپور کې د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ټینګار کړی چې ۲۸،۸ میلیونه یا دوه پر درې برخه افغانان لا هم بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د دغه راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو، په تېره د کلیوالو هغو محدود لاسرسی د هغوی سلامتیا له سخت ګواښ سره مخامخ کړې ده.

یوشمېر افغانان هم په خپلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو نه موجودیت په اړه شکایت کوي. د غزني د ګیلان ولسوالي اوسېدونکی محمدایوب وايي: «لور مې ناروغه ده، دلته مې لور راوستلې، هلته یې درملنه ونه شوه، موږ یې دلته مرکز ته راولېږلو. دلته هم په روغتونونو کې ډېره ګڼه‌ګوڼه ده، وار نه را رسېږي. ښه اقتصادي وضعیت هم نه لرم چې دا خصوصي روغتون ته ور ولم. له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې موږ ټولو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان ټینګار کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په روغتیايي برخه کې مثبت بدلونونه راغلي او د افغانستان په تر ټولو لرو پرتو سیمو کې هم روغتیايي مرکزونه فعال دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «اوس مو د لرو پرتو سیمو لپاره ۳۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، څو په روغتیايي برخه کې یې ستونزې حل شي. موږ اوس د پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو او شیدې ورکوونکو میندو لپاره ۲۲۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانې سرې میاشتې ټولنې مسوولان بیا د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې شمېرې ردوي او وايي، د افغانې سرې میاشتې ټولنې له پیل څخه تر اوسه ورسره د زړه سوري ۲۶۰۰۰ ناروغان ثبت شوي چې تر اوسه یې د ۱۲۰۰۰ درملنه شوې ده. د دوی په وینا، یوشمېر نورو د انتظار پر مهال خپل ژوند بایللی او یوشمېر نور هم درملنې ته په تمه دي.

د یادونې ده چې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې په خپل نوي راپور کې د روان زېږدیز کال پر مهال د اوږدمهال وچکالیو له کبله پاکو اوبو ته د افغانانو د لاسرسي کمېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او هغه یې یوه لویه ستونزې بللې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت بیا د وچکالۍ ستونزې د حل په اړه د سلام‌وطندار پرله‌پسې اړیکې ځواب نه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام