Asset 1SWN

ترکیې یوه اوونۍ کې نږدې ۶۰۰ ناقانونه افغان کډوال له دغه هېواده شړلي

Turkey-Deports-Afghan-Refugees-scaled

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي چې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال یې د ۵۹۸ افغان کډوالو په ګډون له دغه هېواد څخه ۲۰۱۸ ناقانونه کډوال شړلي دي.

یادې ادارې شنبه‌شپه د وري پنځمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د وروستۍ یوې اوونۍ په ترڅ کې له یاد هېواد څخه ایستل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د مارچ له ۱۷مې تر ۲۳مې نېټې پورې د ترکیې پولیسو په ټوله ترکیه کې ۲۵۲۷ ناقانونه کډوال نیولي دي.

د شړل شویو کډوالو له ډلې یې ۵۹۸ افغانان، ۳۸ پاکستانیان او ۱۳۸۲ د نورو بېلابېلو هېوادونو وګړي دي چې د یادو هېوادونو نومونه نه دي اخیستل شوي.

د ترکیې د کډوالۍ اداره زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال له پیله له دغه هېواد څخه په ټولییزه توګه ۲۴۲۸۷ کسان ډيپوټ شوي دي. یادې ادارې ټينګار کړی چې تېر کال لږ تر لږه ۱۲۴زره او ۴۴۱ ناقانونه کډوال له دغه هېواد څخه شړل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د راپورونو له مخې، ترکیه دا مهال د ۳.۹ میلیونه کډوالو کوربه ده چې نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی. له دې ډلې دغه هېواد کې ۳.۶ میلیونه کډوال د سوریې او پاتې ۳۲۰زره د افغانستان او نورو هېوادونو وګړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام