Asset 1SWN

ترکيه کې مرګونې زلزله؛ ځپل شويو سیمو کې د افغانانو له وضعيت خبر نشته

images (1)

د وروستيو رسمي شمېرو له مخې په ترکيه او سوريه کې پرله پسې او مرګونو زلزلو تر اوسه لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسان مړه او زرګونه نور ټپيان کړي دي. د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې اوس هم د ژغورنې عملیات دوام لري.

خو تر اوسه د ترکیې په زلزله ځپلو ښارونو کې د مېشتو افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه کره او رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ترکیې مالاتیای ښار کې چې زلزلې سخت ځپلی، یوه افغان اوسېدونکي شاداب ژکفر ويلي چې یوشمېر افغان کډوال تر کنډوالو او خاورو لاندې شوي دي. هغه سلام وطندار ته وويل چې تر دې دمه په دې زلزله کې نهه افغانان ټپیان شوي دي

نوموړي وويل: «ډېر داسې ملګري مې په نوشهير، اسماعيليه او مالاتيا کې پېژنم چې تر خاورو لاندې ايسار پاتې دي. زموږ د خپلو دوه کورنۍ دي چې تر اوسه د ويجاړې ودانۍ لاندې دي. د ژغورنې لپاره يې هڅې شوي، خو تراوسه نه دي رااېستل شوي.»

پر دې سربېره ویل کېږي چې يوشمېر افغانان په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ترکیې په هاتای ښار کې اوسېږي او د زلزلې له امله د  زیان ګواښ سره مخ وو، تر اوسه يې د وضعيت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ترکیه کې د «ترکستان ايل لري» په نوم د مېشتو افغانانو د ټولنې مسوول احمد بایواريث سلام وطندار ته وویل چې له دغې ټولنې څخه یې یو پلاوی د مرستې په موخه هاتای ښار ته لېږلی، خو د مخابراتي او انټرنټي شبکو د غیر فعالیدو له امله دوی نه دي توانیدلي چې په دغه ښار کې میشتو افغانانو سره اړیکه ونیسي.

نوموړي وويل: «زموږ ډېری هېوادوال په هاتای ښار کې اوسېږي، تر اوسه کومې رسمي سرچینې موږ ته څه نه دي ویلي چې څومره یې ټپیان، یا شهیدان شوي دي. موږ په استانبول کې د ترکستان ایل لري په نوم یوه ټولنه لرو او له دې لارې مو د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یو ټیم استولی دی، خو تر اوسه زموږ ډله سیمې ته نه ده رسېدلې. ځکه چې نږدې ۱۶۰۰ کیلومتره لرې دی.»

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن په ترکيه کې د زلزلې له قربانيانو سره د لس ميليونه افغانيو او د سوريې له زلزله ځپلو سره د پنځه ميليونه افغانيو د مرستې اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د ژغورنې او روغتیايي ډلې هم چمتو دي چې د اړتیا په صورت کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي او «د خپلو ترکي او سوري وروڼو او خوېندو مرستې ته ورودانګي.»

دغه وزارت همداراز په ترکیه کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت ته لارښوونه کړې چې د خپل توان سره سم له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او په ترکیه کې له مېشتو افغانانو څخه یې هم غوښتنه کړې چې له زلزله ځپلو سره د مرستې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

دغې زلزلې د دوشنبې په ورځ د اپرېل په ۱۷ مه سهار وختي د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترکیې او سوریې د سرحدي سیمو ډېره برخه ولړزوله. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ترکیې او سوریې په ځینو برخو کې درې ځلې نورې زلزلې هم شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د وروستیو رسمي شمېرو له مخې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله تر ۵۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. همداراز د هستوګنې زرګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام