Asset 1SWN

ترکیه او سوریه کې زلزله؛ تراوسه څه باندې ۵۰۰ کسان مړه او ۳۰۰۰ ټپیان شوي

jpg

د ترکیې او سوریې پوله کې د نن دوشنبې سهار زورورې زلزلې له امله دواړو هېوادونو کې د مړو شویو او ټپیانو شمېر شېبه په شېبه لوړېږي.

د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ریښتر په کچه د ۷،۸ درجې زلزلې تراوسه ترکیه او سوریه کې څه باندې ۵۰۰ کسان مړه او نږدې ۳۰۰۰ کسان ټپیان کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې مرکز د ترکیې غازي عنتاب ښار و چې د سوریې پولې څخه ۹۰ کیلو مټره واټن لري.

د رسنیو د راپورونو له مخې، زلزله نن سهار په ځای وخت ۴:۱۷ دقیقې شوې ده. د دواړو هېوادونو حکومتونو ویلي چې د مړینې او ټپیانو شمېر شېبه په شېبه د بدلون په حال کې دی.

بل‌خوا د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای نن دوشنبه د سلواغې ۱۷مه خبریالانو ته ویلي چې تراوسه په دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله ۲۸۴ کسان مړه شوي او ۲۳۲۳ کسان ټپیان دي.

په ورته مهال سوریه چې څه باندې ۱۱ کاله په جګړه کې سوځېږي، د روغتیا وزارت یې وايي، تراوسه دغې زلزلې ۲۳۷ کسان مړه کړي او له ۶۰۰ زیات ټپیان دي.

د سوریې د روغتیا وزارت همداراز ویلي چې ډېره مړینه د دغه هېواد په هاما، الیپو او لاټاکیا ښارونو کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شوې زلزلې له امله د اتو ځپل شویو ولایتونو مسوولانو سره د ژغورنې عملیاتو او روان وضعیت په اړه ټيلیفوني خبرې کړي دي.

له ترکیې او سوریې سربېره د یادې زلزلې ټکانونه په لبنان، ایران او عراق کې هم محسوس شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام