Asset 1SWN

اسلامي امارت اندونیزیا کې د مرګونې زلزلې له امله خواشیني ښودلې

2021_10-16-Afghanistans-acting-Foreign-Minister-Amir-Khan-Muttaqi_12

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اندونیزیا کې د شوې زلزلې له امله خواشیني ښودلې او د دغه هېواد له حکومت او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا په لويدیځ جاوا ولايت کې د نن ورځې زلزلې له کبله چې د ګڼ شمېر تلفاتو او مالي زيان سبب شوې، د ژورې خواشينۍ څرګندونه کوي او د دوست هېواد اندونيزيا حکومت او ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پرون دوشنبه د لړم ۳۰مه د ریکټر په کچه ۵،۶ درجې زلزلې د اندونیزیا لوېدیځ جاوا ښار ته سخت ټکاونونه ورکړل چې له امله ۱۶۲ مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

رویټرز خبري اژانس د جاوا د والي رضوان کامیل له قوله ویلي چې د زلزلې له امله دغه ولایت کې یو بشپړ کلی د خاورو لاندې شوی او ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېرې له دې هم پورته شي.

نوموړي زیاته کړې چې دې پېښه کې ۱۶۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو د اندونیزیا د ملي ناورین ادارې بیا ویلي چې تراوسه دې زلزله کې ۱۰۳ کسان مړه او ۳۰ کسان لا درکه دي.

ویل کېږي چې په مړو شویو کې ډېری قربانیان د ښوونځي زده‌کوونکي او ماشومان دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د جاوا ښار کې چارواکو ویلي چې تر دې مهاله یې د ژغورنې په عملیاتو کې د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۳۰۰۰ کسان خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام