Asset 1SWN

اندونیزیا کې زلزلې ۲۰ کسان مړه او ۳۰۰ ټپیان کړي

تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د اندونیزیا لوېدیځ جاوا ښار کې نن دوشنبه د لړم ۳۰مه د ریکټر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې ۲۰ کسان مړه کړي او ۳۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورنو له مخې، د لوېدیځ جاوا ښار سیانجور ښارګوټی د یادې زلزلې مرکز و. د یادې سیمې یوه حکومتي چارواکي «هرمان سهرمن» رسنیو ته ویلي چې تراوسه په دغه زلزله کې د ۲۰ کسانو مړینه او د ۳۰۰ کسانو ټپي‌کېدل تایید شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اندونیزیا کې چارواکي وايي چې ښايي په شوې زلزله کې د مړو او ټپیانو شمېر له دې هم زیات شي.

رویټرز خبري اژانس د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دغه سیمه کې ګڼ‌‌شمېر کورونه او یو ښوونځی هم ویجاړ شوی.

دغې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د زیان کچې معلومولو لپاره د دوی سروې روانه ده.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په ورته مهال اندونیزیا کې چارواکو ویلي چې له لومړۍ زلزلې وروسته د تېرو دوو ساعتونو پر مهال یاده سیمه کې د زلزلې شاوخوا ۲۵ نور ټکانونه هم ثبت شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام